په جرمني کې په یوه ورځ کې پر دریو جوماتونو برید وشو.
په جرمني کې پر جوماتونو د بریدونو لړۍ دوام لري
په جرمني کې په یوه ورځ کې پر دریو جوماتونو برید وشو.
د جرمني د هیرني او امبرګ په ښارونو په دوو جوماتونو د ترهګرو او اسلام دښمنو کسانو لخوا بریدونه وشول. همداشان په همدې ورځ د جرمني د کاسل په سیمه کې د یونس عمر په جومات د بوتلي بم مولوتوف کوکتیل برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د کاسل په ښار کې د یونس عمره په نامه په جومات بوتلي بم برید وشو. د برید له امله د جومات بیروني برخې ته یو اندازه مالي زیان اوښتی دی.
د جرمني د شمالي رن ویستفالیا د ایالت د هیرني په ښار کې د حاجي بایرم د جومات په دیوارونو باندې د افراطي ډلو لخوا د کینې او نفرت نه ډکې لیکنې شوي دي. همداشان افراطي ډلو د جومات په دیوار ژوندی دې وي هیټلر، بهرنیانو زمونږ د هیواد نه ووځئ او دا ډول نورې خبرې لیکلي دي. په دیوارونو صلیب هم رسم کړی وو.د ویلو ده چې د روان میلادي کال د پيل راهیسي په جرمني کې په جوماتونو ۴۰ بریدونه د پولیسو لخوا ثبت شوي دي. ویل کیږي د بریدونو کچه د ښودل شوي رقم نه ډیره لوړه ده.
په جرمني کې د اسلام فوبیا او مسلمانانو او بهرنیو پر وړانډې کینه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده. حکومت پدې برخه کې تر اوسه پورې هیڅډول جدي ګام ندی اوچت کړی.