په عراق کې  تښتول شوي  هندي  وګړي  وژل شوي دي.

په عراق کې د ۳۹ تنو هندي کارګرانو مړي وموندل شول

933538
په عراق کې  تښتول شوي  هندي  وګړي  وژل شوي دي.

 په عراق کې  تښتول شوي  هندي  وګړي  وژل شوي دي. دا خبره  د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې  وکړې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج  ولسي جرګې ته په وینا کې وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې  تښتول شوي  ۳۹ تنه  هندي وګړي  وژل شوي دي.

هغې ویلي دي چې دا کسان   ترهګرو لخوا وژل شوي دي.

هغې زیاته کړه چې  په عراق کې  د مصنوعي  سپوږمۍ  په مرسته  یو ټولیز قبر موندل شوی دی چې  د ډي ان ای  د معاینو نه وروسته معلومه شوه چې  په ۲۰۱۴ کال کې تښتول شوي  هندي وګړي دي.

هغې وویل چې پدې قبر کې  د ۳۸ تنو هندي وګړو  مړي موندل شوي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې  پدې اړه  لا زیات معاینات  ترسره شوي دي او تر ۷۰ سلنه  ترینه  نتیجه ترلاسه شوې ده .

هغې وویل چې  د هندي کارګرانو  مړي  به  د هغوې کورنیو ته وسپارل شي.

د یادولو وړ ده چې نوموړي  هندي کارګران  په ۲۰۱۴ کال کې هله د داعش منګولو ته  وغورځیدل  چې د موصل ښار نه يي د وتو هڅه کوله. داعش ترهګرې ډلې  په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د موصل  ښار  ونیول.

نوموړو  دا هندي کارګران  برمته  کړي وو چې وروسته يي وژلي دي.



اړوند خبرونه