امریکا غواړي چې سیمه د وینو په جهیل بدله کړي

سپنیه ماڼۍ : ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژني

862011
امریکا غواړي چې سیمه  د وینو په جهیل بدله کړي

د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه  منل به سیمه  د وینو په جهیل  بدله کړي.

د سپینې ماڼۍ  درې تنو جګپوړو چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ  نن   بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژندل  اعلانوي.

پداسې حال کې چې  د ټرمپ لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  د بحثونو د پيلولو په اړه په نړۍ کې سخت غبرګونونه پاریدلي دي سپینې ماڼۍ  وویل چې  ټرمپ  نن  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني.

د سپنې ماڼۍ  ۳ تنو  چارواکیو  چې د نومونو د اخیستو نه ډډه شوې ده  د ټیلیکنفرانس له لارې  خبري رسنیو ته  پدې اړه معلومات ورکړي دي.

دې چارواکیو ویلي دي چې  ولسمشر ټرمپ  به  نن  نړۍ ته  اعلان وکړي چې امریکا  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې  په توګه  په رسمیت  پیژني.  

نوموړو ویلي دي چې  ټرمپ ددې سربیره  د بهرنیو چارو وزارت ته  د تل ابیب نه بیت المقدس ته  د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه هم  هدایت  ورکړی دی.

نوموړو ویلي دي چې  دا خبره ددې په معنا نده چې  سفارت به  سمدلاسه  بیت المقدس ته  انتقال کړی شي. کیدای شي چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال  مسله  څو کلونه  ونیسي. او د سیاسي پلوه هم  سمدلاسه  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقالول ناممکنه خبره ده.

دوې ویلي دي چې  په تل ابیب کې د امریکا په سفارت کې تر زرو تنو ډیر کسان  کار کوي. په بیت المقدس کې  د امریکا سفارت ودانۍ شتون نلري. لومړی  به  هلته  د سفارت لپاره ځای ټاکل کیږي، وروسته به يي په امنیت بحث کیږي  او بیا وروسته به د سفارت لپاره ودانۍ جوړیږي.

نوموړو ویلي دي چې  ولسمشر ټرمپ  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت  د انتقالولو په خاطر  کوم نیټه  نده  ټاکلې.

همداشان  نوموړو  ویلي دي چې  د اسراییلو او فلسطین  د سرحداتو په اړه  د امریکا  په سیاست کې کوم بدلون راغلی ندی. ټرمپ  په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې  په اړه  خوشبیني لري. سربیره پر دې  د ټرمپ  دا پریکړه به  د دوو دولتونو  د حل لارې پر وړاندې هیڅډول خنډ جوړ نکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  ولسمشر ټرمپ  د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپایونو پر مهال  ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.

ټرمپ  د روانې اوونۍ په ترڅ کې  پدې اړه خپله وروسته پریکړه وکړه چې د ټرمپ  پریکړې  سخت غبرګونونه هم  پارولي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ  امریکا  او ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې  بیت المقدس  د مسلمانانو سره کرښه ده. هغه خبرداری ورکړ که چیرې امریکا  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه ومني  دا خبره به د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو  شلولو ته  لار پرانیزي.  



اړوند خبرونه