په امریکا کې په کلیسا خونړی برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو  د ټینیسي  ایالت  د نیشویل په ښار کې په یوې کلیسا  خونړی برید وشو.

813492
په امریکا کې په کلیسا خونړی برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو  د ټینیسي  ایالت  د نیشویل په ښار کې په یوې کلیسا  خونړی برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې برید کې  یو تن مړ  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي یو تن مخ پټ  برید کوونکي  په کلیسا  ډزې وکړې له امله يي یو تن مړ  او ۷ تنه نور ټپیان کړل.

پولیسو ویلي چې برید کوونکی  نیولی دی  او ۲۴ کاله عمر لري. برید کوونکي د خپلې قانوني  وسلې سره  برید ترسره کړی دی .

پولیسو په وینا  برید کوونکي لومړی  د کلیسا د موټرو په پارک کې په یوې میرمنې  ډزې وکړې او هغه يي ووژله او وروسته د شا  دروازې لخوا  کلیسا ته ننوت  او په خلکو يي ډزې پیل کړې.

د بله پلوه  عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي څو کاله په یاده شوې کلیسا کې  کار کړی دی.

برید کوونکی  هم  ټپي شوی دی. ځینو کسانو ویلي دي چې برید کوونکي  په کلیسا کې په خلکو د برید نه وروسته  خپل ځان هم  وویشت خو ځینې نور بیا وايي چې هغه د بل کوم چا لخوا ویشتل شوی دی.

د برید کوونکي د ویشتو مسله نامعلومه ده.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی  ایمانول کډیګان سامسن  نومیږي چې کورنۍ  چې په ۱۹۹۶ کال کې د سوډان نه د  خپلې کورنۍ سره  امریکا ته راغلی دی.


پيوندونه: #امریکا , #کلیسا , #برید

اړوند خبرونه