شمالي کوریا : پرون يي ازمایلی توغندی په کامله توګه نوی توغندی دی
شمالي کوریا تیره ورځ یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه چې د جاپان په سمندر کې راوغورځید.
![شمالي کوریا : پرون يي ازمایلی توغندی په کامله توګه نوی توغندی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3d17/25fa/4411/5919201cc367b.jpg?time=1718571304)
شمالي کوریا اعلان کړی دی چې پرون يي ازمایلی توغندی یو ډول نوی بالستیک توغندی وو چې په ډیره لوړه کچه د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت لري.
شمالي کوریا ویلي دي چې پرون يي توغندی په ډیر بریالیتوب سره ازمایلی دی او دا توغندی د نورو سره په کامله توګه توپیر لري.
د یادولو وړ ده ده چې شمالي کوریا تیره ورځ یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه چې د جاپان په سمندر کې راوغورځید.
امریکا، سویلي کوریا، جاپان او فرانسې د شمالي کوریا لخوا د نوي توغندي ازمایل په کلکو ټکو وغندل.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس نن اعلان وکړ چې تیره ورځ ازمایل شوی بالستیک توغندی په ډیره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی او د پخوانیو سره توپیر لري. دا اوږد واټنه بالستیک توغندی په کامله توګه نوی دی او لویې اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت لري.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي چې ولسمشر کیم جونګ اون پخپله د توغندي په ازمایښت شتون درلود او نږدې نه يي هر څه ننداره کړل.
د بله پلوه د امریکا ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا د نوي بالستیک توغندي د ازمایلو په اړه د بیړنۍ غونډې د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
امریکا او جاپان د ملګروملتونو د امنیت شورا نه د شمالي کوریا لخوا د نوي توغندي د ازمایلو په مسلې د خبرو کولو په خاطر د بیړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې ده . د امنیت شورا د مې د میاشتې مشر هیواد یوروګوای هیواد ویلي دي چې د امنیت شورا د شمالي کوریا په مسلې یو ځل بیا د غور کولو په خاطر د بیړنۍ غونډې پریکړه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې ملګروملتونو د امنیت شورا په ۲۰۰۶ کال کې په شمالي کوریا د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د ازمایښت له امله جدي بندیزونه لګولي دي خو یاد شوی هیواد په شا ګام نه پورته کوي.
د امنیت شورا تر اوسه پورې په کراتو شمالي کوریا غندلې او د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پروګرامو د درولو غوښتنه يي ترینه کړې ده خو شمالي کوریا په هر ځل بیا د امنیت شورا پریکړې رد کړي دي.