په سوریه کې  په روسي ځواکونو  بمي  برید وشو.

په سوریه کې د روسیې د ځواکونو په کتار چاودنه وشوه

676465
په سوریه کې  په روسي ځواکونو  بمي  برید وشو.

په سوریه کې  په روسي ځواکونو  بمي  برید وشو.

د سوریې د حمص په ښار کې د روسي ځواکونو د موټرو په کتار بمي  برید وشو چې له امله يي ۴ تنه روسي سرتیري مړه او ۲ تنه نور ټپیان شول.

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د سوریې د حمص په ښار کې  ددوې د ځواکونو په کتار  د ریموټ کنټرول په واسطه  د لرې سیمې نه  بمي برید شوی  دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په برید کې  ۴ تنه سرتیري مړه  او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د روسي ځواکونو د موټرو په کتار هله برید وشو چې د طیاس د هوايي ډګر نه  د حمص ښار د مرکز پر لورې روان ول.



اړوند خبرونه