امریکا پولنډ ته د وسلو مهماتو او سرتیرو لیږدولو ته دوام ورکوي
په لسګونو زغروالې موټرې ، ټانکونه او امریکايي سرتیري د جرمني نه پولنډ تیر شول او د زیګان سیمې ته ورسید.
امریکا متحده ایالتونه د ناټو د عملیاتو په چوکاټ کې پولنډ ته د عسکرو او وسلو او مهماتو لیږدولو ته دوام ورکوي.
په لسګونو زغروالې موټرې ، ټانکونه او امریکايي سرتیري د جرمني نه پولنډ تیر شول او د زیګان سیمې ته ورسید.
د یادولو وړ ده چې د امریکا لخوا ختیځې اروپا او په ځانګړې توګه د روسیې پولو ته د سرتیرو ، وسلو او مهماتو د لیږدولو په چوکاټ کې لومړنۍ ډله سرتیري د تیرې خالي په ورځ د زیګان سیمې ته رسیدلي وو.
امریکا په پام کې لري چې د جنوري تر ۱۸ مه نیټه یو زیات شمیر ځواکونه د پولنډ د سویتناشوف، سکیژینا او بلسلویک په ښارونو کې ځای په ځای کړي. دا ځواکونه به ۹ میاشتې پدې ښارونو کې پاتې شي.
امریکا به د خپلو ځواکونو یوه برخه په بلغاریا او رومانیا کې هم ځای په ځای کړي.
ناټو د نوموړو عملیاتو په خاطر خپلو ختیځو پولو کې د دریو زغروالو لیوګانو نه ۳۵۰۰ تنه سرتیري ځای په ځای کوي.
د بله پلوه د امریکا لخوا پولنډ ته د ځواکونو ، وسلو او مهماتو استولو د روسیې سخت غبرګون پارولی دی.
د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پيسکوف د امریکا لخوا پولنډ ته د ځواکونو د استولو نه د روسیې لپاره د ستر ګواښ په توګه یادونه وکړه.
هغه وویل چې د ناټو لخوا دا ډول حرکات د روسیې ګټو او ملي امنیت ته ګواښ جوړوي. هغه زیاته کړه چې امریکا او ناټو د زمونږ په پولو کې په یو دریم ګړي هیواد کې چې د اروپايي ټولنې غړیتوب هم نلري ځواکونه ځای په ځای کوي . دا خبره په هیڅډول د منلو وړ نده.
هغه زیاته کړه دا مهمه نده چې امریکا په پولنډ کې څومره سرتیري ځای په ځای کوي. زر یا لس زره . مهمه داده چې امریکا په سیمه کې خپلو موجود ځواک او طاقت پیاوړی کوي. په سیمه کې د عسکري موجودیت ساحه لا پراخوي.