اوباما وروستۍ وینا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  په خپله وروستۍ او وداع په وینا کې  د خپلې اته کلنې  دورې نه  دفاع وکړه.

648882
اوباما وروستۍ  وینا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  په خپله وروستۍ او وداع په وینا کې  د خپلې اته کلنې  دورې نه  دفاع وکړه.

هغه  وویل چې  پدې اتو کلونو کې  د اقتصاد په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې  ډیرې زیاتې لاسته راوړنې  درولودلي دي.

باراک اوباما  د جنوري په شلمه نیټه  د ولسمشرۍ  واک  نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ  ته  سپاري. باراک اوباما  تیره ورځ  د امریکا د شیکاګو په ښار کې  خپله وروستۍ  او د  وداع  وینا وکړه.

ولسمشر اوباماد روغتیا نه نیولې  تر اقتصاد  او په هر برخه کې  د ترسره کړو اصلاحاتو نه  دفاع وکړه او وویل چې  دې اصلاحاتو د امریکا د خلکو په ژوند ډیرې مثبتې اغیزې کړي دي.

هغه وویل چې  د هغه په اته کلنه دوره کې امریکا  لا قوي  او د خلکو د ژوند کچه  لا ښه شوې ده .

اوباما  وویل چې  ترامپ ته به سیاسي واک  پرته د کومې ستونزې  تسلیم کړي. هغه  د ترامب  هغه څرګندونو ته په اشارې سره  وویل چې ویلي وو  د ولسمشر په توګه د دندې د پيلولو نه سمدلاسه وروسته به لومړی  د روغتیا په برخه کې  د اوباما لخوا ترسره شوي  اصلاحات  لغوه کړي. اوباما  وویل که چیرې  ښاغلی  ترامپ  د روغتیا په برخه کې  ددې اصلاحاتو  په مقابل کې بل ښه بدیل ولري  پوره ملاتړ به ترینه وکړي.

اوباما  په خپله وینا کې وویل چې ددې په اته کلنه دوره کې  په امریکا کې تر هر وخته  ښه  ډیموکراسي  پلې شوې ده . په امریکا کې د ده د ولسمشرۍ په دوره کې  د مختلفو توکومو او دینونو د لارویانو ترمنځه  همغږي  تر هر وخته ښه وه.

ولسمشر اوباما وویل چې  پدې اته کلنه دوره کې  د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې  قوي مبارزه کړې ده .

هغه وویل  « داعش  تل هڅه کوي  چې  بې ګناه او مظلوم  انسانان  ووژني. خو تر کومه  چې مونږ  خپل اساسي قانون ته خیانت ونکړو  او خپل اساسات د خپو لاندې نکړو  هیڅوک  مونږ  په ګونډو کولی نشي. »

اوباما وویل چې  د داعش پر خلاف د قوي مبارزې په ترڅ کې ددې ترهګرې ډلې  یو زیات شمیر مشران  له منځه وړي  او د داعش پر خلاف د جوړ کړي  نړۍوال ایتلاف سره يي  ددوې تر کنټرول لانډې ډیری  سیمې  ژغورلي دي.

هغه وویل چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې  د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه  تل  د قانون په چوکاټ کې  ترسره کړې ده .

د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې مو اشکنجو ته  د پای ټکی کیښود. د ګوانتانامو زندان  د تړولو په خاطر مو  تر پایه  مجادله وکړه. په امریکا کې  د مسلمانانو پر خلاف  د بد چلند  سره  مو  مبارزه وکړه. تل مو  د ډیموکراسۍ  او حقوقو  په چوکاټ کې  حرکت وکړ.

هغه د امریکا  په خلکو او نوي  ادارې  غږ وکړ چې د بهرنیو لمڅونونو پر وړاندې هر وخت هوښیار اوسي. مونږ باید په ګډه  د هغه ارزښتونو نه  دفاع وکړو چې  مونږ يی په خپو  درولي یو.

اوباما  په خپله وینا کې  بهرني سیاست په اړه یواځې یو څو جملې وکارولې.

اوباما  د سوریې په اړه وویل چې  « د سوریې په کورنۍ جګړې کې د مداخلې نه مو  ډډه وکړه . »

اوباما په خپله وینا کې د منځني ختیځ په روانو ستونزو  پرده وغوړوله.


پيوندونه: #امریکا , #اوباما

اړوند خبرونه