زیلینسکي : روسیې په خارکیف کې په یو پلورنځي د هوايي برید سره په لسګوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي ، چې د روسیې لخوا په خارکیف ښار کې پر یو پلورنځي د هوايي برید په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
![زیلینسکي : روسیې په خارکیف کې په یو پلورنځي د هوايي برید سره په لسګوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2bff/1bc3/7d0f/66542dea1049b.jpg?time=1719302329)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي ، چې د روسیې لخوا په خارکیف ښار کې پر یو پلورنځي د هوايي برید په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زیلینسکي په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې روسیې پرون د خارکیف په ښار کې په پلورنځي بمباري وکړه چې له امله لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۴۰ تنو ډیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې د برید په ځای کې د ژغورنې چارې اوس هم دوام لري.
"تر اوسه پورې ۱۴ کسان وژل شوي دي. زه د وژل شویو کسانو کورنیو او خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم. ممکن د وژل شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي. د اور وژنې وروسته اضافي تحقیقاتو ته اړتیا ده ترڅو بشپړ معلومات وړاندې شي." د ټپیانو شمیر تر ۴۰ ډېر دی.
زیلینسکي یادونه وکړه چې ډیری هیوادونو مشرانو، دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو په خارکیف کې د برید له امله د اوکراین سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د روسیې بریدونه یې غندلي دي.
"دا مهمه ده چې دا غندنه د عادلانه پایلو لامل شي. موږ د اوکراین او زموږ د ښارونو د ساتنې لپاره کافي هوايي دفاعي سیسټمونو ته جدي اړتیا لرو.".
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف هم په خپل ټولنیز میډیا پاڼه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي ، "د روسیې له وحشیانه تیري سره مخ یو"، هغه په خارکیف کې د پلورنځي برید "د اوکراین د خلکو په وړاندې د پوتین د رژیم لخوا د نسل وژنې عمل" وباله.