روسیې په مسکو کې د امریکا سفیره د بهرنیو چارو وزارت ته احضاره کړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ټریسي " د  امریکا لخوا د اوکراین د  تمویل شوي نوي خونړي جنایت" له امله وزارت ته احضار شوې.

2155354
روسیې په مسکو کې د امریکا سفیره د بهرنیو چارو وزارت ته احضاره کړه

د کریمیا په سیواستوپول ښار باندې د «ATACMS» توغندیو سره  له برید وروسته چې د روسیې له خوا په ناقانونه توګه الحاق شوی  دی ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې پيښې نه وروسته په مسکو کې د امریکا سفیره لین ټریسي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ټریسي " د  امریکا لخوا د اوکراین د  تمویل شوي نوي خونړي جنایت" له امله وزارت ته احضار شوې.

په بیان کې ویل شوي چې د کریمیا په سیواستوپول ښار کې په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي په نښه شوي او ټینګار شوی چې امریکا د روسیې پر ضد یوه هایبرډ جګړه کوي او د جګړې یو اړخیزه ده.

په بیان کې راغلي چې امریکا اوکراین ته د ATACMS توغندیو په ګډون خورا عصري وسلې ورکړي.

امریکا د دې ظلم لپاره د کیف رژیم سره مساوي مسؤلیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي،"سفیرې  ته خبرداری ورکړل شوی چې د واشنګټن لخوا دا ډول کړنې، چې موخه یې د روسیې پر خاوره د اوکراین نازي پلوه چارواکي برید ته هڅول دي چې او  د اوکراین د وروستي وګړي د پاتې کیدو پورې دې جګړې ته دوام ورکول دي بې جزا به پاتې نشي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم دغه برید «وحشیانه» بللی او ویلي یې دي:

"موږ ښه پوهیږو چې د برید تر شا څوک دي او څوک دا تخنیکي پرمختللي توغندي رهبري کوي. "دا اوکراینیان ندي چې دا توغندي یې توغولي دي."

د سیواستوپول د سیمې والي میخایل رووجایف ویلي، چې د اوکراین د پوځ له خوا پرون پر سیواستوپول د توغندیو د برید په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې برید د امریکا له خوا د «ATACMS» په نوم د تاکتیکي توغندیو په وسیله شوی، او امریکا یې مسووله ده.



اړوند خبرونه