سویلي کوریا کې د لیتیم بیټرۍ په یوه فابریکه کې د اور لګیدنې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سویلي کوریا د پلازمینې سیول په جنوب کې د لیتیم بیټرۍ په یوه فابریکه کې د اور لګیدنې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2155248

د یونهاپ خبر له مخې، د اور وژنې ډلې د سیول په سویل کې د هواسیونګ ښار کې د لیتیم بیټرۍ تولید فابریکه کې د اور لګیدنې له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د اورلګیدنې له امله ۲۰ تنه وژل شوي دي.  د وژل شویو کارګرانو هویت لا نه دی څرګند شوی.

چارواکو ویلي، چې په فابریکه کې د پاتې نورو کارګرانو د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي، چې څلور کسان چې دوه یې سخت ټپیان دي، روغتون ته لیږدول شوي دي. د اور لګیدنې لامل څیړل کیږي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د نوموړې اورلګیدنې د مړولو او د کارګرانو د ژغورولو په موخه د ټولو امکاناتو نه د استفاده کولو امر کړی دی.

د کورنيو چارو او امنيت وزير لي سنګ مين هم له اړوندو دولتي بنسټونو او سيمه ييزو حکومتونو وغوښتل چې خپلې ټولې شته سرچينې او امکانات په کار واچوي.

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

اړوند خبرونه