مسیحي ځوان د اسلامي کولتور په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په بایسکل اسلامي هیوادونو ته سفر پیل کړی
یو تن کاتولیک مسیحي ځوان د اسلامي کولتور په اړه د معلوماتو د لاسته راوړولو په خاطر د اسلامي کولتور په مسافرت پيل وکړ.
![مسیحي ځوان د اسلامي کولتور په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په بایسکل اسلامي هیوادونو ته سفر پیل کړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/17c9/2e78/806a/571df6b829967.jpg?time=1718566743)
۲۷ کلن سویډني ځوان په لویدیځه نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ کچې د لوړیدو له امله د اسلامي کولتور په اړه د معلوماتو لاسته راوړلو په خاطر په بایسکل د اروپا نه د منځنۍ اسیا اسلامي هیوادونو ته په سفر کولو پیل وکړ.
۲۷ کلن سویډني ځوان اندریس یوچلي په لاره کې د کومو هیوادونو نه چې تیریږي د مسلمانانو میلمه کیږي. نوموړی دده سره د مسلمانانو چلند په کمره کې ثبتوي.
۲۷ کلن سویډني ځوان ویلي په پام کې لري چې دده سره د مسلمانانو د چلند ویدیويي فلمونه د ټولنیزې مډیا له لارې خپاره کړي.
۲۷ کلن ځوان د ځانګړي بایسکل سره چې په ۱۲ ژبو پرې د سولې کلمه لیکلې ده. نوموړي ځوان چې خپل سفر د سویډن نه پیل کړی ایټالیا، سلوانیا، مقدونیه، بوسنیا هیرزګوینا ، یونان او بلغاریا نه وروسته ترکیې ته راورسید.
نوموړی ځوان په پام کې لري چې د استانبول نه وروسته د قره بوک ولایت او ورپسې ایران ته سفر وکړي. همداشان د ایران نه وروسته ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قیرغیزستان په څیر یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو نه لیدنه وکړي.
سویډني کاتولیک مسیحي ځوان به پدې هیوادونو کې د مسلمانو کورنیو میلمه شي.هغه تر اوسه پورې د مسلمانانو د چلند او میلمه پالنې له امله ډير خوښي څرګنده کړې او ویلي دي چې دده سره د مسلمانانو لخوا د شوي چلند او میلمه پالنې په اړه يي ثبت کړي فلمونه به د ټولنیزې مډیا له لارې خپاره کړي.
هغه ویلي دي غواړي چې په اروپا کې یو اندازه د مسلمانانو په اړه د خلکو غط فکر ته تغیر ورکړي.