چین امریکا ته خبرداری ورکړ

د چین د سمندري ځواکونو عمومي قومندان یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړ.

360341
چین امریکا ته خبرداری ورکړ

د چین د سمندري ځواکونو قومندان وو شنګ لي د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان جان ریچاد سون ته خبرداری ورکړ چې د سویلي چین په سمندر کې د پارونکو اقداماتو نه لاس په سر شي.
د چین د سمندري ځواکونو قومندان دا خبرداری دا ځل د امریکا د سمندري ځواکونو د قومندان سره د ویدیو کنفرانس له طریقه په لیدنه کې ورکړ.
د چین د سمندري ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړي هیواد د سمندري ځواکونو قومندان وو شنګ لي خپل امریکايي سیال ته خبرداری ورکړی دی که چیرې امریکا د خطر نه ډکو اقداماتو ته دوام ورکړي د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځه به په ابو او هوا کې موجود حالات بدلون ومومي. حتا دا مسله ددې لامل کیدلی شي چې یوه کوچنۍ خطا د دواړو هیوادونو ترمنځه د جګړې لامل ورګرځي.
هغه ویلي دي هیله لري چې امریکا د چین په سویلي سمندر کې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځه موجودو ښو اړیکو ته درناوی وکړي ځکه چې دا اړیکې په اسانه دې کچې ته ندي رارسیدلي.
امریکا د چین سویلي سمندر ته خپله یوه جنګي بیړۍ استولې ده چې چین د امریکا ددې اقدام پر وړاندې سخت غبرګون څرګند کړ.
چین د سویلي ختیځې اسیا د یو شمیر نورو هیوادونو لکه ویتنام، ټایوان، فیلیپین د چین په سویلي سمندر کې د حق لرو ادعا کوي. حتا چین په سیمه کې یو زیات شمیر مصنوعي ټاپوګانو جوړ کړي او ددې ټاپوګانو د شاوخوا سواحلو دعوا کوي.
امریکا بیا وايي چې په نړۍوالو اوبو کې په مصنوعي توګه یا د انسان په لاس د جوړو شوو ټاپوګانو په شاوخوا کې په اوبو ادعا کول د نړۍوالو قوانینو سره په تکر کې دي او دوی دا مسله په رسمیت نه پیژني.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه