چین امریکا متحده ایالتونو ته سخت خبرداری ورکړ.

د چین حکومت امریکا ته د چین په سویلي سمندر کې روغ په روغه د ستونزو د رامنځته کولو له امله ورته خبرداری ورکړ.

401323
چین امریکا متحده ایالتونو ته سخت خبرداری ورکړ.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي دي چې امریکا د د چین په سویلي سمندر کې د چین اړوند ټاپو ګانو ۱۲ میله واټن کې سیمې ته د جنګي بیړیو د استولو په اړه خبر خپور کړی دی . پدې اړه موږ هم څیړنې کړي دی او د امریکا دا اقدام یو پارونکی اقدام بولو.
هغه ویلي دي امریکا مخکې ددې چې سیمې ته جنګي بیړۍ واستوي باید دوه ځلې پدې مسلې فکر وکړي.
هغه امریکا ته خبرداری ورکړ چې ددې اقدام نه لاس په سر شي.
د ویلو ده چې امریکا ویلي دي چین په سویلي سمندر کې د خپلو جنګي کښتیو لپاره یو نوی مرکز جوړ کړی او د الوتکو لپاره د څغاست لیکو د جوړولو پلان هم لري. امریکا ویلي دي تر اوسه دا معلومه نده چې چین به پدې مرکزونو کې څه ډول وسلې او ځواکونه ځای په ځای کړي.
ټایوان، چین، بروني، مالیزیا، ویتنام او فیلیپین د چین په سویلي سمندر کې چې د نفتو، ګازو او کبانو له پلوه تر ټولو بدایه سیمه بلل کیږي په ټولو ټاپو ګانو کې او یا هم په یوې برخه کې د حق لرو دعوا کوي.
چین بیا د خپلې دې ادعا د قوي کولو په خاطر په سیمه کې مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه