پاکستان کې ګرمې هوا ګن شمیر کسان وژلي.

د پشکال (مونسوني) موسم څخه وړاندې ګرمې هوا له امله په تیرو دوه ورځو کې ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

314154
پاکستان کې ګرمې هوا ګن شمیر کسان وژلي.

پاکستان کې د پشکال (مونسوني) موسم د پیل څخه وړاندې د ګرمې هوا له امله  په تیرو دوو ورځو کې ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. اوسمهال د تودوخي لوړه درجه ۴۷ درجې سانتي ګرید دی چې د ۱۹۷۹ زیږدیز کال را پدیخوا یې ساری نه لیدل کیږي. د دې ګرمې او وژونکې هوا څخه د سیند ایالت مرکز کراچی کې د برق شبکه له مینځه تللې چې پکې او ایرکندیشنونه کار نکوي. د برق له پرې کیدو سره سم کورونو ته د اوبو لیږد سیستم هم ولاړ دی.

د دې ستونزې سره لاس او ګریوان ګن شمیر خلک روغتونونو ته لیږدول شوي چې د زیاتې ګنې ګوڼې له امله په رخصتي تللی ډاکټرانو او پرسونل اجازه لغوه شوې او بیرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي. 

دا په داسې حال کې دې چې په تیرو میاشتو کې د پاکستان ګاونډی هیواد هند کې هم د زیاتې ګرمي له امله ۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه