داعش اروپا په ۵۰۰ زرو تنو ناقانونه کډوالو وګواښله

224017
داعش اروپا په ۵۰۰ زرو تنو ناقانونه کډوالو وګواښله

د داعش ډلې اروپا په ۵۰۰ زرو تنو ناقانونه کډوالو وګواښله.
د داعش ډلې چې پدې وروستیو کې په شمالي افریقا کې د خپلو فعالیتونو لمن د پام وړ پراخه کړې ده اروپا په لیبیا د هر ډول هوايي برید په صورت کې په ۵۰۰ زرو تنو ناقانونو کډوالو وګواښله .
داعش ګواښ کړی که چیرې په لیبیا کې مداخله وکړي په مدیترانه کې د ګډوډیو د پیلولو په خاطر به ۵۰۰ زره تنه ناقانونه کډوال اروپا ته واستوي.
داعش ویلي دي چې پدې ناقانونو کډوالو کې په خپل په زرګونو تنه جنګالي اروپا ته واستوي.
د ایټالیا په مطبوعاتو کې د خپور شوي خبر له مخې د داعش ترهګریزې ډلې ګواښ کړې دی چې په لیبیا د هر ډول نظامي برید او مداخلې په صورت کې به اروپا ته ۵۰۰ زره تنه ناقانونه کډوال واستوي.
په خبر کې راغلي دي چې داعش د لویدیځ پر خلاف په روانه کړ رواني جګړه کې په پام کې لري په یو ځل په سلګونو کښتیو کې ۵۰۰ زره تنه ناقانونه کډوال د اروپا په لورې روان کړي.
ویل کیږي داعش په پام کې لري چې په سر کې د ایټالیا په ګډون یو زیات شمیر هیوادونو ته چې په لیبیا د عسکري مداخلې نه یادونه کوي په سلګونو زره تنه ناقانونه کډوال واستوي.
داعش ویلي دي چې ددې کډوالو په منځ کې به خپل جنګالي هم اروپا ته واستوي.
داعش ډلې د سوریې او عراق نه وروسته د لیبیا یوه زیاته برخه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. داعش غواړي چې د لیبیا نه وروسته د خپلو فعالیتونو لمن مدیترانې ته وغځوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه