د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۱۰ زرو تنو نه واوښته.

د اسرائیلو لخوا پر غزې وحشیانه او ظالمانه بریدونه دوام لري

2061650
د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۱۰ زرو تنو نه واوښته.

د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۱۰ زرو تنو نه واوښته.

د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو یوه میاشت پوره شوه. اسرائیل د تیرې یوې میاشتې راهیسې په دوامداره توګه پر غزې بریدونو ته دوام ورکوي.

اسرائیلو په تیره یوه میاشت کې پر غزې په روانو بریدونو کې یو زیات شمیر جنګي‌ او بشري‌ جنایتونه ترسره کړي‌ دي. اسرائیل پر غزې د روانو بریدونو په ترڅ کې پرته د توپیر نه پر ملکي‌‌ وګړو، روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او کلیساګانو بریدونو ته دوام ورکوي.

اسرائیلو پر غزې د هوايي‌ او مځکنیو بریدونو سربیره اوبه ، برښنا، تیل  او خوراکي‌  توکو انتقال هم قطع کړ.

همداشان اسرائیلو پر غزې په روانو بریدونو کې د فاسفور بمونو نه چې استعمال يي منع دی استفاده کړې ده .

 اسرائیلو پر غزې په روانو بریدونو کې  پر روغتونونو، د کډوالو پر کمپونو، جوماتونو، ښوونځیو او تاریخي‌ کلیساګانو بریدونه وکړل.

په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه پورې ۱۰۰۲۲ تنو ملکي‌ وګړو چې ۴۱۰۴ تنه يي ماشومان، ۲۶۴۱ تنه يي ښځې دي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان لږ تر لږه ۲۵۰۰۰ زره تنه ټپیان شوي‌ دي.

د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې پر غزې د روانو بریدونو له امله یو میلیون او ۶۰۰ زره تنه فلسطینیان پا اجباري‌ ټوګه کډوالۍ ته اړ شوي.

همداشان په غزه او لبنان کې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې تر اوسه پورې ۴۹ تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ددې سربیره د اسرائیلو په بریدونو کې د ملګروملتونو سازمان ۸۹ تنو کارکوونکو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه