د حزب الله غورځنګ  د اسرائیلو د شمالي سیمو  په خلاف  د توغندیو  سخت برید کړی دی.

د اسرائيلو د پوځ د راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر له اتمې راهيسې د لبنان له جنوب څخه د اسرائيلو پر شمالي سيمو تر ټولو سخت توغنديز بريدونه شوي .

2151973
د حزب الله غورځنګ  د اسرائیلو د شمالي سیمو  په خلاف  د توغندیو  سخت برید کړی دی.

د حزب الله غورځنګ  د اسرائیلو د شمالي سیمو  په خلاف  د توغندیو  سخت برید کړی دی.

د اسرائيلو د پوځ د راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر له اتمې راهيسې د لبنان له جنوب څخه د اسرائيلو پر شمالي سيمو تر ټولو سخت توغنديز بريد شوی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د بالا جلیل سیمې چې د سفید او طبریه ښارونو سره په پوله پرته ده په ډیرو میشت ځایونو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي. خبر کاږي چې حزب الله د لومړي ځل لپاره د تبریاس ښار په نښه کړ او اعلان وشو چې د اسرائیلو پوځ د حزب الله د برید په غبرګون کې د لبنان په جنوب کې سخت هوايي بریدونه پیل کړل.

د اسرائیلو د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لبنان له خاورې څخه شمالي سیمو ته نږدې ۹۰ بریدونه شوي چې ځینې یې شنډ شوي او ځینې یې د اور لګیدنې لامل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دا توغندی برید د لبنان په سویل کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د حزب الله د ساحوي قومندان طالب سمیع عبدالله د وژل کیدو نه وروسته شوي دي.



اړوند خبرونه