حماس : مونږ د هر هغه موافقې نه ملاتړ کوو چې په غزه کې اوربند تامین کړي

حماس چې د اکټوبر له اوومې راهیسې له اسرائیلو سره په جګړه کې بوخت دی ، د اوربند وړاندیز په اړه  يي خپل ځواب مصر او قطر وړاندې کړ.

2151918
حماس : مونږ د هر هغه موافقې نه ملاتړ کوو چې په غزه کې اوربند تامین کړي

حماس چې د اکټوبر له اوومې راهیسې له اسرائیلو سره په جګړه کې بوخت دی ، د اوربند وړاندیز په اړه  يي خپل ځواب مصر او قطر وړاندې کړ.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي علي برکه  وویل چې فلسطیني ډلو له منځګړو څخه د غیر مستقیمو خبرو اترو غوښتنه کړې چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې د موافقې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې د عملي کولو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.

برکه  وویل، د حماس او د اسلامي جهاد غورځنګ په مشرۍ د فلسطیني مقاومت ډلو په منځګړو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  د پریکړه لیک د پلي کولو لپاره د میکانیزمونو د جوړولو لپاره غیر مستقیم مذاکرات ترسره کړي.

برکه  په دې خبرې سره چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه عملي تطبیق میکانیزم ته اړتیا لري او باید تعقیب شي، ټینګار وکړ چې حماس د هر هغه موافقتنامې ملاتړ کوي چې د بشپړ او دایمي اوربند لامل شي، له غزې څخه د اسرائیلي پوځ بشپړ وتل او د بندیانو د تبادلې ته زمنیه برابره کړي.

مصر او قطر هم اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا د متحده ایالاتو لخوا وړاندې شوي وړاندیز اړوند  چې د  ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا تصویب شوی د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني ډلو لخوا  ځواب  ترلاسه کړی دی.

د مصر او د قطر د بهرنیو چارو د وزارتو ویاندانو، د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپره کړې ګډه  اعلامیه کې ویلي دي، "مصر او قطر اعلان وکړ چې دوی د اوربند د وړاندیز په اړه د حماس او فلسطیني ډلو څخه مثبت ځواب ترلاسه کړی دی."

تیره ورځ ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا  هغه درې مرحله يي پلان په اړه  مسوده تصویب کړه چې د مې په ۳۱ مه نیټه د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا اعلان شوې وه. ددې پلان له مخې به په لومړۍ مرحله کې په غزه کې روانې جګړې پایته ورسیږي.


پيوندونه: #اوربند , #حماس , #قطر , #مصر

اړوند خبرونه