په کویټ کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

د کويټ په جنوب کې د احمدي په ولايت کې د اور لګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

2152070
په کویټ کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

د کويټ په جنوب کې د احمدي په ولايت کې د اور لګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  ۴۱ تنه مړه او ګڼ شمیر نور ټپيان شوي دي.

چارواکو ویلي، د لومړنیو موندنو له مخې په منکاف سیمه کې په دوو ودانیو کې د اور لګیدنې له امله ۴۱ تنه مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملکي خوندیتوب او طبي ټیمونو توانیدلی چې ۱۱ کسان وژغوري.

ویل کیږي د اورلګیدنې زیاتره مرګ ژوبله د لوګي له امله رامنځ ته شوې، خو د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی. د اورلګیدنې د لامل د معلومولو په موخه څیړنې دوام لري.


پيوندونه: #اورلګیدنه , #کویټ

اړوند خبرونه