حوثیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳ کښتیو د ویشتلو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثيانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳ کښتیو د بالستیک توغندیو او بې پیلوته الوتکو د برید نه خبر ورکړی دی.

2152862
حوثیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د  ۳ کښتیو د ویشتلو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثيانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳ کښتیو د بالستیک توغندیو او بې پیلوته الوتکو د برید نه خبر ورکړی دی.

د حوثيانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سور سمندرګي کې د سی ګارډین او ایتینا په نوم کښتۍ او د عمان په سمندر کې د وربینا په نوم کښتۍ د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه بريدونه د فلسطين د پیښو او پر يمن د امريکا او انګلستان  د بريدونو په غبرګون کې شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی  چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو دوه ګزمې کښتۍ، یوه کښتۍ او یوه  بې پیلوټه الوتکه له منځه وړې ده.


پيوندونه: #حوثیان , #یمن

اړوند خبرونه