د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۹۵۰ تنو ته لوړه شوه

د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۹۵۰ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۵ زرو تنو نه واوښته.

2049463
د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۹۵۰ تنو ته لوړه شوه

د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۹۵۰ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۵ زرو تنو نه واوښته.

د اسرائیلو جنګي الوتکو تیره شپه د غزې تړانګې په شمال کې د بیت لاهیا په سیمه، د غزې د ښار په لویدیځ او د خان یونس په ښارونو هوايي بریدونه وکړل.

په غزه کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د غزې په تړانګه کې چې د اسرائیلو تر سختو بریدونو لاندې ده، د ۲۶۰ ماشومانو او ۲۰۰ ښځو په ګډون د وژل شویو شمېر ۹۵۰ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۵ زرو ته لوړ شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د اسرائيلو په بريدونو کې ۲۲ فلسطيني کورنۍ چې ۱۵۰ تنه په کې شاملې دي، په ټوليزه توګه وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې اسرائیلو هم روغتیايي کارکوونکي په نښه کړي او ویلي یې دي چې تر اوسه ۶ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې د حکومت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې ۸ تنو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۰ خبریالان ټپیان شوي او ۲ خبریالان لادرکه دي.

اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې پر اسلامي پوهنتون هم هوايي برید کړی دی.

د سختې بمبارۍ په نتيجه کې د اسلامي پوهنتون د کمپس ودانۍ ويجاړې شوې.

د غزې په تړانګه کې د ملکي دفاع ادارې اعلان وکړ چې د اسرائیلو د بمباریو په پایله کې د ویجاړ شویو کورونو د شمیر له امله د دوی ټیمونه ناکافي دي.

د ویلو ده چې د غزې د تړانګې په لویدیځ کې میشت خلکو د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د سختو بمباریو له امله  خپل کورونه پریښي او د ښار مرکزي برخو ته  یې پناه وړې ده.

د بله د حماس د ډلې لخوا د اسرائیلو د محاصرې لاندې د غزې د ترانګې نه پر اسرائیلو د ترسره شوو بریدونو او عملیاتو په نتیجه کې څه باندې ۱۲۰۰ تنو اسرائیلیانو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د یدیعوت اخرونوت ورځپاڼې په خبر کې د اسرائیلي چارواکو له قوله ویل شوي، چې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو پر ضد د حماس د وسله والې څانګې عزالدین القسام کنډکونو له خوا د «اقصی سیلاب» په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات دی. د اوسنیو معلوماتو له مخې، ۱۲۰۰ تنه دی.

په خبر کې راغلي دي چې د حماس لخوا د بریدونو په ترڅ کې د نیول شوو اسراییلو شمیر تر ۲۰۰ تنو ډیر اټکل شوی دی.

 

د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د شنبې له سهار راهیسې د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۶۹ تنو ته ورسېد.

د اسرائيلو د پوځ لخوا په جاري شوي بيان کې دا هم وئيل شوي چې حماس په اسرائيلو ۴۵۰۰ راکټونه توغولي او په غزه کې يې ۲۳۲۹ هدفونه په نښه کړي دي .

د حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "اقصی سیلاب" په نوم یې پر اسرائیلو پراخ برید کړی دی. په داسې حال کې چې له غزې څخه د اسراییلو پر لور زرګونه توغندي توغول شوي، وسله والې ډلې په سیمه کې میشت ځایونو ته ننوتلي دي.

د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی چې د جنګي الوتکو په مرسته یې د غزې تړانګې پر ضد د اوسپنې تورو عملیات پیل کړي دي.



اړوند خبرونه