په سویډن کې یو ځل بیا په قرانکریم د برید په اړه غبرګونونه دوام لري

د  سویډن په ستاکهولم ښار کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سپکاوي په اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غبرګونونه دوام لري.

2014380
په سویډن کې یو ځل بیا په قرانکریم د برید په اړه غبرګونونه دوام لري

د  سویډن په ستاکهولم ښار کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سپکاوي په اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غبرګونونه دوام لري.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه غبرګون وښود.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په یو بیان کې دا پارونکی عمل غندلی او ژوره خواشیني یې څرګنده کړې چې د سویډن چارواکو د دغه ناوړه عمل له سختو عواقبو سره سره  دغه ډول اعمالو ته اجازه ورکوي.

بیان د سویډن په چارواکو غږ کړی چې "ترهګرو ډلو او اشخاصو ته اجازه ورنکړي، ترڅو دا ډول خطرناک پارونکي اعمال تکرار نشي."

قطر سویډن ته په ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو د اجازې ورکولو په غبرګون کې یو احتجاجي یادښت ورکړ.

ویل شوي چې د احتجاج په یادښت کې دا غوښتنه هم شامله وه چې "د سویډني چارواکي باید د دې شرمناکو کړنو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي".

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سویډن کې د قرآن کریم پر نسخو باندې پرله پسې بریدونه او د سویډن چارواکیو لخوا دا د کرکې ډک او شرمناکو عملونو د مخنیوي په برخه کې د هیڅډول ګام نه اوچتول په کلکو ټکو غندو .

په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د قرآن پر ضد بريدونو ته اجازه ورکول کرکه زياتوي او د سوله ييز ژوند کلتور له ګواښ سره مخ کوي.

پاکستان هم په سویډن کې د قران کریم د سوځولو برید په کلکه غندلی دی.

پاکستان ټینګار کړی چې سویډن  د بیان، فکر او احتجاج د ازادۍ تر نامه لاندې دیني او مذهبي کرکې ته په قصدي توګه اجازه ورکولو ته هیڅډول مشروعیت ورکولی نشي.

د بله پلوه سعودي عربستان د سویډن لخوا  په قرانکریم د برید اجازه "غیر مسؤلانه" بللې، ایران په تهران کې د سویډن سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

همداشان عراق په سویډن کې ددې هیواد د سفارت په مخکې په قرانکریم او ددې هیواد په بیرغ برید کولو په غبرګون کې د سویډن نه د خپل سفیر د راغوښتولو او د سویډن د سفیر د شړولو پریکړه وکړه. د عراق لومړي وزیر د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د سویډن نه خپل سفیر هیواد ته راوغواړي او په عراق کې د سویډن سفیر ته هر څه ژر ددې هیواد د خاورې نه د وتو لپاره مهلت ورکړي.

عراقي الاصله سلوان موميکا چې تر دې مخکې يې په سويډن کې قران کريم سوځولی و، پرون یو ځل بیا په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د قرآن کريم او د عراق بيرغ تر پښو لاندې کولو سره د اسلام دين ته سپکاوی وکړ.



اړوند خبرونه