اسرائیلو د فلسطین په جنین ښار باندې هوايي برید وکړ.

اسرائیلي‌ هوايي ځواکونو پر فلسطین درانده هوايي‌ بریدونه وکړل

2006160
اسرائیلو د فلسطین په جنین ښار باندې هوايي برید وکړ.

اسرائیلو د فلسطین په جنین ښار باندې هوايي برید وکړ.

اسرائیلو ‌د اشغال لاندې د  لویدیځې غاړې په جنین ښار باندې د اسرائیلو د‌ هوایي برید او چاپې په نتیجه کې لږ تر لږه  ۵ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په جنین ښار د اسرائیلو د هوايي برید په پایله کې ۵ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.

له هوايي برید وروسته اسرائیلي پوځ له  بیلدوزرونو په ملتیا سره پر ښار برید وکړ او د جنین د کډوالو کمپ یې کلابند کړ.

د فلسطین رسمي خبري اژانس WAFA ویلي چې اسرائیلي پوځیانو د جنین د کډوالو په کمپ د چاپې پر مهال د فلسطینیانو یو شمېر کورونه محاصره کړل او پوځیانو د هغو امبولانسونو مخه ونیوله چې د ټپیانو د لېږدولو هڅه یې کوله.

اسرائیلي الوتکو د جنین د کډوالو په کمپ کې چې دخولي‌ او خروجي‌ دروازې د اسرائیلي‌ ځواکونو لخوا نیول شوي‌ وو د هوا له لارې الوتنې کولې.

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ اعلان وکړ چې د اسرائیلو بریدونو ته به ځواب ورکړي.



اړوند خبرونه