عراق يو ځل بيا په وينو ولړل شو.

د عراق په سوېل كې د ناصريه د ولايت په مربوطاتو كې د غبرګو ځانمرګو بريدونو په پايله كې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

807334
عراق يو ځل بيا په وينو ولړل شو.

 

د عراق په سوېل كې د ناصريه د ولايت په مربوطاتو كې د غبرګو ځانمرګو بريدونو په پايله كې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د چارواكو د معلوماتو له مخې بريدګرو د يوې لويې لارې پر سر پر يو رستورانت او يوې امنيتي پوستې بريدونه وكړل چې په كې تر ۸۰ تنو زيات ټپيان شوي هم دي.

روغتيايي چارواكي د مړو د شمېرې د زياتېدلو له امله اندېښمن دي.

ويل كيږي چې تر ځانمرګي بريد وروسته يو شمېر نورو بريدګرو په رستورانت كې پر خلكو ډزې هم كړي دي.

ويل كيږي چې په رستورانت كې يو زيات شمېر ايرانيان هم وو چې د نجف ښار ته د حج د ادا كولو لپاره راغلي وو.

د بريد پړه داعش پر غاړه واخيستله.



اړوند خبرونه