سوریې مخالفین د اسد جنګي الوتکه راوغورځوله.
سوریې مخالفین اسد رژیم ته یو بل ګوزار ورکړ
![سوریې مخالفین د اسد جنګي الوتکه راوغورځوله.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f223/0b01/e5d0/5993fbee9e393.jpg?time=1718560963)
سوریې مخالفین د اسد جنګي الوتکه راوغورځوله.
سوري مخالفین د اردن سره په پوله کې د اسد د رژیم اړوند یوه جنګي الوتکه راوغورځوله او پیلوټ يي ورته اسیر ونیو.
د سوري مخالفینو د مشر ویاند خبري رسنیو ته وویل چې ددوې ځواکونو تیره ورځ د اردن پولې ته نږدې د اسد د رژیم اړوند یوه میګ ۲۱ ډوله جنګي الوتکه راوغورځوله او پیلوټ يي ورته اسیر نیولی دی .
الوتکه د محمود وادي د السویدا د ښار په مربوطاتو کې غورځیدلې ده .
د ویلو ده چې د السویدا ښار د اردن سره په پوله کې پروت دی چې تیرې سه شنبې په ورځ د اسد ځواکونو د ایراني ځواکونو په ملاتړ د یاد شوي ښار ځیني برخې ونیولې.
د ویلو ده چې د اسد رژیم د یادې شوې الوتکې د ویشتل کیدو په اړه څه ندي ویلي.
اړوند خبرونه
په کویټ کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده
د کويټ په جنوب کې د احمدي په ولايت کې د اور لګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .