ځانمرګو بريدونو لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي دي.
نن سهار د عراق په بېلابېلو سيمو كې د ځانمرګو بريدونو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
نن سهار د عراق په بېلابېلو سيمو كې د ځانمرګو بريدونو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي. پلازمېنې بغداد ته نږدې او د هېواد په سوېل كې د امنيتي ځواكونو پر هدفونو باندې په ترسره شوو بريدونو كې لږ تر لږه ۴۵ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
تر اوسه پورې د لږ تر لږه ۳ ځانمرګو بريدونو خبرونه را رسېدلي دي. دريم بريد بيا د هېواد په شمال كې د عراق د اوردو يوې امنيتي پوستې ته نږدې شوى دى. سربېره پر دې اورپكو، حكومت ته د وفادارو ملېشو د ناستې په يو رستورانت باندې هم بريد كړى دى چې په كې مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د بريدونو پړ چا پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل كيږي چې د داعش ترهګرې ډلې چې په عراق كې خپل ځواك له لاسه وركوي كېداى شي چې بريدونه ترسره كړي وي.
اړوند خبرونه
په کویټ کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده
د کويټ په جنوب کې د احمدي په ولايت کې د اور لګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .