د فلسطین مرکچیانو په قاهره کې د نوي ۷۲ ساعته اوربند وړاندیز ومنه

85708
د فلسطین مرکچیانو په قاهره کې د نوي ۷۲ ساعته اوربند وړاندیز ومنه

په مصر کې د فلسطین مرکچیانو ۷۲ ساعته نوي اوربند ومنه.
په قاهره کې د فلسطین مرکچیانو ویلي دي چې د ۷۲ ساعته نوي اوربند په خاطر يي د مصر وړاندیز منلی دی .
په پام کې ده چې پدې درې ورځني اوربند په ترڅ کې د دوامداره اوربند په اړه مذاکرات وشي او لارې ولټول شي.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو او فلسطین ترمنځه پنځه ورځې وړاندې هم درې ورځنی اوربند شوی وو چې د تیرې جمعې د سهار په اتو بجو پایته ورسید.
د اوربند نه وروسته اسراییلو په غزې بریدونه پیل کړي دي .
همداشان نن یو ځل بیا په قاهره کې د ۷۲ ساعته نوي اوربند په مسلې دواړه خواوې په تفاهم ورسیدې.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه