داعش په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي

په عراق کې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځه د سامارا او تکریت په ښارونو کې نښتې ښه پسې شدیدې شوې دي.

109941
داعش په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي

په عراق کې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځه د سامارا او تکریت په ښارونو کې نښتې ښه پسې شدیدې شوې دي.
د عراق اردو د سامارا د ښار په شاوخوا کې د داعش د اورپکو په مرکزونو په ترسره کړو عملیاتو کې د یو زیات شمیر اورپکو د وژلو نه خبر ورکړی دی . همداشان د عراق حکومتي ځواکونو د بیجي په ښار هوايي بمبارۍ کړې دي.
د عراق اردو ویلي دي چې د تکریت د ښار په لورې چې د داعش تر کنټرول لاندې دی پرمختګ کړی دی او موصل او صلاح الدین ښارونو ته غځیدلو ټولو لویو لارو کنټرول يي ترلاسه کړی ید .
د بله پلوه داعش د تکریت د ښار د نیولو نه وروسته ۱۹۰ تنه عراقي سرتیري وژلي دي . د عراق د دفاع وزارت د بغداد – سامارا په لویه لاره کې د داعش په ډلې په بریدونو کې د وژل شوو اورپکو ویدیويي فلم خپور کړ.
د داعش اورپکو هم د بغداد په سویل کې په محمودیه سیمې چې ډیری پکې شیعه ګان ژوند کوي د هوان بریدونه کړي دي. په بریدونو کې د ۸ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د داعش ځواکونو د موصل په سویل ختیځ کې د شیعه ځواکونو ۶ کلي نیولي دي.
د موصل په سویل کې قره کش د سیمې شاوخوا لس زره تنه چې ډیری عیسویان دي نورو سیمو ته کډه شوي دي .
چین ویلي خپل ۱۲۰۰ تنه وګړي چې د سامارا په سیمه کې د روانو نښتو له امله بند پاتې شوي وو بغداد ته انتقال کړي دي .
چین ویلي دي دا ۱۲۰۰ تنه کارګران يي د چورلکو او بسونو سره بغداد ته استولي دي.
د عراق د شیعه مخورو مشرانو نه علي سیستاني د ولسي جرګې د غړیو نه د سې شنبې تر ورځې د لومړي وزیر ، د ولسي جرګې د ریس او د ولسمشر د معلومولو غوښتنه کړې ده .
نوموړي د ولسي جرګې په غړیو غږ کړی چې سره راټول شي او هر څه ژر نوی حکومت وټاکي. د بله پلوه لویدیځو سرچینو ویلي دي په لوی احتمال سره چې نوري المالکي د لومړي وزیرۍ د څوکۍ نه لاس په سر شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه