ایران : د ولسمشر رئیسي سقوط شوې چورلکه وموندل شوه خو په سیمه کې د ژوند کومه نښه نده موندل شوې

د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سقوط شوې چورلکې د موندل کیدو نه وروسته په سیمه کې د ژوند کومه نښې او نښانې ندي‌ موندلي.

2141396
ایران : د ولسمشر رئیسي سقوط شوې چورلکه وموندل شوه خو په سیمه کې د ژوند کومه نښه نده موندل شوې

د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سقوط شوې چورلکې د موندل کیدو نه وروسته په سیمه کې د ژوند کومه نښې او نښانې ندي‌ موندلي.  د ایران دولتي‌ تلویزیون په وینا د رئیسي‌ چورلکه د تورکیې د اقنجي‌ په نامه بې پيلوټه الوتکې لخوا وموندل شوه.

په خبر کې ویل شوي چې د پيښې په سیمه کې  د رئیسي‌  او ورسره پلاوي‌ د ژوندي‌ پاتې کیدو کومه نښه او نښانه نه لیدل کیږي. چورلکې اور اخیستی دی.

ولسمشر رئیسي پرون د ایران او اذربایجان پر پوله د یوه بند د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د رئیسي هلیکوپټر له سیمې څخه د ستنېدو پر مهال بیړنۍ  ناسته وکړه.  ویل کیږي‌  پدې چورلکه کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ، د ختیځ اذربایجان ایالت والي ملک رحمتي او د تبریز د جمعې امام ایت الله علي هاشم هم سپاره وو.

د لټون او ژغورنې ټیمونو راپور ورکړی چې کار د خراب موسم شرایطو له امله له ستونزو سره مخ دی او ایران له تورکیې څخه د بې پیلوټه الوتکې (غوښتنه کړې ترڅو هوایی لټون وکړي.

د تورکیې د اقنجي‌ په نامه پې پيلوټه الوتکې بالاخره د رئیسي چورلکه وموندله او ایراني‌ مقاماتو سره يي کوردینات شریک کړل.



اړوند خبرونه