د پاکستان په ډیری ایالتونو او سیمو کې د تودوخي کچه خپل اوج ته رسیدلې ده.
په پاکستان کې پرون د تودوخې کچه ۵۰ درجې ښودل شوې وه.
![د پاکستان په ډیری ایالتونو او سیمو کې د تودوخي کچه خپل اوج ته رسیدلې ده.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/77de/8ab9/aff1/6654376edf299.jpg?time=1722046233)
د پاکستان په ډیری ایالتونو او سیمو کې د تودوخي کچه خپل اوج ته رسیدلې ده.
په پاکستان کې پرون د تودوخې کچه ۵۰ درجې ښودل شوې وه.
د پاکستان د هوا پیژندنې ادارې لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې په لاهور کې د تودوخې درجه ۴۳ درجو ته رسيدلې او د رطوبت کچه ١٧ فيصده ښودل شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د تودوخې درجه له ٤٠ درجو څخه پورته شوې ده.
د دې له مخې د سند صوبې په دادو او مونجودارو سیمو کې د تودوخي کچه ۵۰ درجې، په نوابشاه او سکر کې ۴۹، په مټي کې ۴۶، د بلوچستان صوبې په سبي او تربت کې ۴۸ او د پنجاب صوبې په بهاولپور کې ۴۷ درجې ښودل شوي. په کراچۍ کې د تودوخې کچه ۳۶ درجې او رطوبت ۵۰ فیصده اعلان شوی دی.
چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د ګرمۍ څپې او د تودوخې له امله د مرګ د مرګ د خطر ګواښ ډیر دی. په بیان کې سپارښتنه شوې وه چې د اړتیا پرته بهر نه وځي، او دا هم سپارښتنه شوې چې د مایعاتو مصرف ته پام وکړي.
په ۲۰۱۵ کال کې په هیواد کې د سختې ګرمۍ په ترڅ کې د تودوخې درجه ۴۹ درجې ښودل شوې وه او شاوخوا ۲ زره کسان چې زیاتره یې په کراچۍ ښار کې وو، د تودوخې له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.