د ایران او امریکا ترمنځه غیرې مستقیم مذاکرات شوي  دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې شوي  دي او جزیات به یې په مناسب وخت کې اعلان شي.

2160541
د ایران او امریکا ترمنځه غیرې مستقیم مذاکرات شوي  دي.

د ایران او امریکا ترمنځه غیرې مستقیم مذاکرات شوي  دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې شوي  دي او جزیات به یې په مناسب وخت کې اعلان شي.

کنعاني د بهرنیو چارو په وزارت کې په اوونیز مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال د خپل هیواد د بهرنۍ پالیسۍ اجنډا او سیمه ایز پرمختګونه و ارزول.

کنعاني د ایران د نهم ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کیدو د مبارکۍ په ورکولو سره وویل، د بهرنیو چارو وزارت به له خپل ټول توان نه   د منتخب ولسمشر د مرستې او د ملي ګټو د درک کولو لپاره کار واخلي.

کنعاني دې ته په اشارې سره چې د کاناډا ادارې اجازه نه ده ورکړې چې د رای ورکولو صندوقونه جوړ کړي ترڅو په دې هیواد کې ایرانیان رایه ورکړي او ویې ویل: د خواشینۍ ځای دی چې دغه هیواد چې د تابعیت له حق څخه د دفاع ادعا کوي، ډیری ایرانیان له خپل تابعیت له حقونو څخه محروموي.."

کنعاني د ایران او روسیې ترمینځ  بانکي موافقې ته په اشارې سره چې هدف یې د مالي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د امریکا د بندیزونو اغیزو کمول دي وویل چې دوی وړاندیز کړی چې د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا جمهوریت) په شمول ټول تړون پراخ کړي.

کنعاني د سیمه ایزو پرمختګونو او اټومي  مسلو په اړه د ایران او امریکا ترمینځ د عمان په منځګړیتوب د خبرو اترو بهیر ته په اشارې سره وویل:

"د ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماتیکې لارې خلاصې دي. زموږ ډیپلوماتیکو چینلونو له مختلفو لارو غیر مستقیمې خبرې کړې دي. موږ د ایران د ملت د حقونو د ساتنې لپاره له خپل ټول ډیپلوماټیک ظرفیت څخه کار اخلو. په مناسب وخت کې به یې جزیات اعلان کړو."



اړوند خبرونه