د پاکستان پر پوله د ایراني پوله ساتو په ډزو کې ۴ پاکستانيان ووژل شول.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د واشوک یو سیمه ایز چارواکي صاحبزاده اسفند ویلي دي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د پاکستان په خاوره کې پر یوه موټر چې شپږ کسان په کې سپاره وو، ډزې کړې دي.

2146400

اسفند ویلي دي  چې د لومړنیو موندنو له مخې په برید کې ۴ پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي دي، او یادونه یې وکړه چې د برید لامل «تر اوسه معلوم نه دی». ایران او پاکستان تر اوسه پورې په رسمي توګه ددې پیښې په اړه څه ندي ویلي.

د پاکستان او ایران پر پوله د دواړو هیوادونو د پوځیانو تر منځ وخت په وخت ورته پيښې رامنځته کیږي او دا کار د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لامل کیږي.

د ویلو ده چې د روان کال د جنوري په میاشت کې د توغندیو د برید له امله د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې ترینګلې شوې وې.

ایران اعلان وکړ چې د جنوري په ۱۶ د پاکستان په خاوره د توغندیو او الوتکو په برید سره یې "ترهګر عناصر په نښه کړل".

همداشان دواړو هیوادونو ددې پرمختګ نه وروسته خپل سفیران هیواد ته راوبلل.

د ایران د برید نه یوه ورځ وروسته  پاکستان اعلان وکړ چې د ایران په سرحدي سیمه کې د ترهګرو پر هدفونو بریدونه کړي دي.

دواړو خواوو د یو بل برید  وغندلو او اعلان یې وکړ چې په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي.

پيوندونه: #برید , #ایران , #پاکستان

اړوند خبرونه