ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د سقوط په اړه د تحقیقاتو راپور خپور کړ.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځیدو په اړه چې ، د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان په ګډون ګنشمیر نورو مهمو چارواکیو هم پکې ژوند له لاسه ورکړ، ویل شوي چې په چورلکه کې د الکترونیکي حرب مداخلې یا سبوتاژ نښې او نښانې ندي موندل شوي
![ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د سقوط په اړه د تحقیقاتو راپور خپور کړ.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8b14/39f5/584a/66581fbc6cc84.jpg?time=1722046075)
ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د سقوط په اړه د تحقیقاتو راپور خپور کړ.
د ایران د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپور شوي راپور کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځیدو په اړه چې ، د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان په ګډون ګنشمیر نورو مهمو چارواکیو هم پکې ژوند له لاسه ورکړ، ویل شوي چې په چورلکه کې د الکترونیکي حرب مداخلې یا سبوتاژ کومې نښې او نښانې ندي موندل شوي.
د ایران لوی درستیز ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځیدو په اړه چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمیر نور چارواکيو هم پکې ژوند د لاسه ورکړ، د لومړنیو څیړنو دویم راپور خپور کړ.
په راپور کې ویل شوي، چې د چورلکې د چک او ترمیم ریکارډونه څیړل شوي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده موندل شوې او له پیښې تر ۶۹ ثانیو مخکې د الوتکې له عملې سره په اړیکه کې د بیړني حالت یا مداخلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په راپور کې ټینګار شوی چې د چورلکې د پاتې شونو او برخو په اړه د ترسره شویو ازموینو او د اخیستل شویو نمونو له مخې د تخریب او یا د د برېښنايي جګړې مداخلې کوم شواهد نه دي موندل شوي او یادونه شوې چې د پیښې د اصلي لامل تر موندلو پورې به څیړنې دوام ولري. پایلې به له خلکو سره شریکې شي.
ولسمشر رئیسي د مې په ۱۹مه د ایران او اذربایجان پر پوله د بند د پرانستلو له مراسمو څخه د راستنیدو پر مهال د چورلکې د لوېدو په پښه کې ومړ. په پیښه کې د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون ۸ تنه نور چارواکي هم ژوند د لاسه ورکړ .
د پيښې د لاملونو په اړه په لومړني تحقیقاتي راپور کې، چې د می په ۲۴ خپور شو، لوی درستیزوالۍ ویلي وو چې د چورلکې په برخو کې د مرمۍ یا ورته "بهرني شیانو" نښې ندي موندل شوي.