په پاکستان کې د مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله ۲۸ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي اصغر علي رسنیو ته په خپل بیان کې ویلي، د بلوچستان ایالت له تربت څخه کوټې ښار ته روان مسافر وړونکی بس  موټر د چلوونکي د کنټرول د لاسه ورکولو له امله د واشوک ولسوالۍ ته څیرمه لاندې یوې وادي ته لویدلی دی.

2146010

پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۲۸ تنه مړه او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د پیښې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ددې پیښې د  ځاني له امله ډیر زیات خواشینی دی. ټپیانو روغتونونو ته انتقال شوي دي او لازمه درملنه به يي وشي.

د ویلو ده چې د مې د میاشتې په دریمه نیټه هم  د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه بس د اوښتو له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي وو.

اړوند خبرونه