دا ځکه چې ...
دا ځکه چې...
نن ورځ، موږ به د روم امپراتورۍ په اړه وغږیږو چې په تاریخ کې د فتوحاتو ترڅنګ د خپلو انجینرۍ مهارتونو سره شهرت درلود. موږ به د دې امپراتورۍ چې نږدې ۱۵۰۰ کلونه يي په افریقا، آسیا او اروپا کې واکمني کړې د یوې مشهورې وینا په اړه وغږیږو وايي ټولې لارې او سړکونه روم ته ځي.
د سړک جوړول او ساتنه د روم په امپراتورۍ کې یوه مهمه سیاسي او نظامي تګلاره وه. امپراتورانو د امپراتورۍ د پراختیا او ادارې لپاره د اغیزمنو ارتباطاتو او نظامي ټرانسپورټ شبکې چمتو کولو لپاره د سړک جوړولو باندې ډیر ټینګار کولو. د روم په امپراتورۍ کې هر امپراتور چې به واک ته ورسید هغه به د سړکونو د پراخولو هڅه کوله. ویل کیږي پدې اندازه د اوږدو کلونو لپاره د روم امپراتورۍ د بقاء او دوام د دلیلونو نه یو هم د پراخو سړکونو درلودل وو.
د سړکونو شبکه چې د رومیانو لخوا جوړه شوې، له ۲۰۰ زره کیلومترو څخه زیاته ده، له روم څخه پیل کیږي او د انګلستان، ټولې لویدیځې اروپا، په شمالي اروپا کې سویس او ختیځ کې اناتولیا او وروسته ایران ته رسیږي.
همداشان خبره ددې لامل شوې ده چې روم امپراتوري د ټولو سیمو سره په ډیره اسانه او ښه توګه ارتباطات، پوځي عملیات او سوداګرۍ چارې ټینګي کړي او امپراتوري د یوې نه بلې ورځ ته وده او پرمختګ وکړي.
د روم په امپراتورۍ کې، سړکونه د ډبرو پاخه یا مستحکم موادو سره جوړ شوي. دا سړکونه عموما ډیر منظم او قوي ډیزاین شوي ترڅو دوامداره وي. د روم سړکونه په اصل کې د سړک د غاړو د استحکامي دیوارونو سره مشهور دي. په منظم ډول به د سړکونو محافظت کیدولو او د روم اردو د سړکونو د ساتنې لپاره ځانګړي واحدونه درلودل.
د نظامي او سوداګریزو ګټو د چمتو کولو سربیره، په روم کې سړکونه د امپراتورۍ د مختلفو سیمو او ټولنو ترمنځ کلتوري تعامل هم اسانه کړی وو. د دې سړکونو په برکت د روم امپراتورۍ په مختلفو سیمو کې د خلکو ترمنځ د معلوماتو، نظریاتو او سوداګرۍ جریان ډاډمن کړی وو. د سړک جوړونې دا پالیسي چې د پیړیو راهیسې په دوامداره توګه پلي کیږي، د امپراتورۍ د نظامي ځواک په پراختیا، اداره کولو او ساتلو کې مهم رول لوبولو.
که چیرې مونږ د سړکونو شبکې ته لنډ نظر او دقت وکړو ، موږ کولی شو په اسانۍ سره وګورو چې ټول موجوده سړکونه په یو ډول د امپراتورۍ پلازمینې روم سره وصل شوي دي. په هرصورت، د دې خبرې تر شا بل دلیل شتون لري چې ټول سړکونه روم ته ځي. دا جمله چې په لومړي ځل د فرانسوي شاعر ایلن ډی لیل لخوا په ۱۱۷۵ کې کارول شوې وه، د امپراتور اګسټس سره نږدې تړاو لري چې په ۱۴ میلادي کال کې ومړ. اګسټس خپل ځان او د امپراتورۍ پلازمینه روم د نړۍ د مرکزیت په توګه د ښودولو په موخه په پلازمینه روم کې د میلون ټینګه نصبوي او د سړکونو د ټولو محاسباتو پیل له همدې ځایه کیده. وروسته به قسطنطین چې تقریباً ۳۰۰ کاله وروسته واک ته ورسید، د میلون ډبره د امپراتورۍ نوې پلازمینې استانبول کې نصب کړه او دغه ځای د نړۍ مرکز په توګه اعلان کړ.