په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

2149831
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې

 

 

د امریکا متحده ایالتونو  د پیټینټ یا د امتیاز حقونو د دفتر رئیس چارلس ډویل د نولسمې پیړۍ په وروستیو ورځو کې یوه مشهوره ساینسي تېروتنه  کړې ادعا کیږي. په داسې حال کې چې ساینس پوهان چې شلمې پیړۍ ته د ننوتلو لپاره چمتووالی نیولو او نږدې هره ورځ نوې کشفونه کول، ډویل خپل نوم د کشفونو او اختراعاتو په تاریخ کې په مسخره کولو سره لیکلی و. هغه ویلي وو چې  "په نړۍ کې نور د کشف لپاره هیڅ شی پاتې شوی ندی ، ځکه چې هر څه  کشف شوي دي. هر څه چې اختراع کیدل هغه  اختراع شوي دي." ځکه چې د هغو ساینس پوهانو لمسیان چې د پیړیو راهیسې یې فضا، ستورو، لمر او نړۍ د کشف په خاطر وتلي وو ژوند کولو ، د یوې نوې دورې دروازې پرانیستې وې. دا دوره وروسته د ساینس په تاریخ کې د "اتومي دورې" په توګه ثبت شوه. په ځانګړې توګه، په ۱۸۹۵ کال  کې د ویلهیم کونراډ رونټګین د ایکس شعاعو کشف، نه یوازې د طب په برخه کې بلکې د فضا په څیړنه کې هم د انقلاب په ترسره کولو سره، د ساینس پوهانو لپاره یو الهام وو  چې هڅه یې کوله د مادې او اتومونو په جوړښت پوه شي. یو له دغو نومونو څخه یو فرانسوی فزیک پوه هنري بیکریل و.

 

فرانسوی ساینس پوه بیکریل، چې د ویلهلم کانراډ رونټګن له نوې کشف څخه ډیر متاثر شوی و، د ایکس شعاعو په اړه د نوې کشف د یو ګام په لور د ګړندیتوب هڅه کوله. د هغه په ​​وینا، یورانیم هم کولی شي ایکس رې یا ایکس شعاع تولید کړي. د دې هدف لپاره، هغه پریکړه وکړه چې د یورانیمو پوډر په تور کاغذ پوښل شوي عکس العملونو کې واچوي او په لمر کې یې پریږدي. هغه هیله درلوده چې د ایکس شعاعو څخه به د یورانیم څخه راڅرګند شي کله چې دا په کافی اندازه لمر ته ښکاره شي، مګر په هغه ورځو کې هوا وریځې وه او بیکریل خپله نوې تجربه په خپل دراز کې کېښوده او د هوا روښانه کیدو ته یې انتظار کاوه. باراني هوا فرانسوي ساینس پوه د یو څه وخت لپاره ځوراوه، او د بیکریل کار د څو ورځو لپاره د المارۍ په خانه کې پاتې شو. هغه چې کله عکسونه په لابراتوار  کې  پرانیستل او فلمونه يي ولمبول پایله د هینري بیکریل لپاره د توقع نه لوړه وه.

که څه هم دا د لمر وړانګې نه درلودې، د یورانیم پوډرو د عکسونو لینزونه تیاره کړي وو. بیکریل فکر وکړ، "څنګه چې وړانګې د تور کاغذ څخه تیریږي او د عکسونو شیشې تیاره کوي، دا باید د ایکس رې وي،" مګر هغه اشتباه کوله. بیکریل په اصل کې د خپل دې کار سره په تصادفي ډول  د رادیو اکتیف وړانګې  کشف کړې. هغه پدې ډول د ۱۸۹۶ کال د مارچ په لومړۍ نيټه اټومي پیړۍ ته لومړنی ګام اوچت کړ. دا د نړۍ پېژندل شوې ساینس پوهه ماري کیوري وه چې د بیکریل کار یې یو ګام نور هم پر مخ یوړ ، خپله نوې کشف یې د فرانسې د علومو اکاډمۍ ته د یوې مقالې په توګه وړاندې کړ. کیوري هم د دې نوي کشف  د نوم مور شوه چې وروسته د الفا، بیټا او ګاما په توګه طبقه بندي شوه او دې ته يي د  "رادیو اکتیف" نوم ورکړ.

 

رادیو اکتیف د اتومیک زرو په خپلسری توګه په  کوچنیو  زرو یا الکترومقناطیسی وړانګو په جذبولو سره انحطاط دی او دا د اتومی انرژی اساس تشکیلوی. تر هغه وخته پورې، د مادې بنسټیز ساختماني بلاک اتوم ګڼل کیده، او دا هیڅکله فکر نه کیده  چې دا به مات شي. د الکترونونو او پروټونونو کشف دا غیر متزلزل ساینسي باور له منځه یووړ. دې ته په اشارې سره چې هغه یورانیم چې هغه په ​​​​خپل نوي کشف کې کارولی د یوې ټاکلې مودې وروسته په جزوي ډول ورک شو او راډیو اکټیف ترینه ترلاسه شو . همداشان هینري بیکریل لومړی کس و چې د راډیو اکټیف موادو له امله رامینځته کیدونکي ناروغیو ته یې پام وکړ . هغه لومړی کس وو چې  په ۱۹۰۱ کال  کې یې راپور ورکړ چې د رادیم عنصر هغه په ​​​​جیب کې ساتلی و چې د هغه په وجود کې سوخته ګي رامنځته کړې ده. بیکریل، ماري کیوري او د هغې میړه پییر کیوري هم د راډیو اکټیف په اړه خورا بریالۍ ګډې مطالعې ترسره کړې او په ۱۹۰۳ کال کې یې یوځای د نوبل جایزه وګټله. ماري کیوري، لومړنۍ ښځه چې د نوبل جایزه یې وګټله، یو ځل بیا په ۱۹۱۱ کال  کې د رادیم او پولونیم د کشف لپاره د نوبل جایزه ورکړل شوه. په دې توګه، هغه په ​​تاریخ کې لومړی کس شو چې دوه ځله د نوبل جایزه وګټله. په هرصورت، د راډیو اکتیف موندلو لپاره د هغې لیوالتیا هم د ماري کیوري د غمجن پای لامل و. د ماري کیوري د مړینې لامل، چې په ۱۹۳۴ کال کې په فرانسه کې ژوند د لاسه ورکړ، د حجرو خرابوالی و چې د وړانګو د ډیر مقدار له امله رامینځته شوی و.

 

د انرژۍ د یوې نوې او نه ختمیدونکې سرچینې په لرلو سربیره، د بیککریل ناڅاپي کشف د طب، کرنې، صنعت او برقیاتو په برخو کې د بنسټیزو موندنو دروازې هم پرانیستې. د رادیو اکتیف کشف په اتومي دور کې پیل شو، مګر په داسې سیمه کې یې کارول چې د هغې کشف کونکو هیڅکله فکر نه کاوه چې دا نوم په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی. په ۱۹۴۵ کال کې په هیروشیما او ناګاساکي باندې د امریکا لخوا د اټومي بمونو په غورځولو سره ، ټولې نړۍ پوهه شوه چې یو نوی کشف کولی شي انسانیت او نړۍ ته په غلطو لاسونو کې لوی زیان ورسوي او د "هیڅ شی نه ګټلو" هیلې سره.



اړوند خبرونه