د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي

د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي

2151047
د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د کوتاهیا ولایت د ځانګړو لاسي غالیو په اړه معلومات درکوو چې د تورکیې سربیره په نړۍ کې شهرت لري.

د تورکیې د کوتاهیا ولایت چې د ایجین په سیمه کې موقعیت لري ددې ولایت د سیماو ولسوالۍ د خپلو ځانګړو لاسي غالیو سره مشهوره ده. د سیماو ولسوالۍ غالیو هم خپل نوم د همدې ولسوالۍ نه اخیستی دی.

د سیماو لاسي غالۍ په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د کوتاهیا ولایت د سیماو ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنه او رسمي وړاندیز سره د تورکیې د جغرافیې د راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شوې.

که څه هم په تېرو کلونو کې په سیمه کې د غالۍ اوبدلو په شمېر او تولید کې بدلون راغلی، خو د غالۍ اوبدلو تل د ولسوالۍ په مرکز او کلیو کې د یو مهم سکتور په توګه خپل حیثیت ساتلی دی.

د سیماو غالۍ د تار بندۍ او ریشې  تارونه له پنبې څخه جوړ جوړیږي. پخپله غالۍ بیا  د پسونو له وړیو څخه د جوړیدونکو ځانګړو تارونو څخه جوړیږي . په داسې حال کې چې د وړيو څخه جوړیدونکي تارونه  په پخوا وختونو کې د ونو او بوټو د ریښو سره رنګ ورکول کیده خو نن ورځ بیا د دې تارونو د رنګ په برخه کې کيمياوي  موادو او رنګونو نه استفاده کیږي .

ددې سیمې په غالیو کې د رنګونو لپاره، د ژیړ، نیلي او نسواري رنګونو ته ترجیح ورکول کیږي. په سیماو غالۍ کې ترټولو کارول شوي شکلونه پاڼي، ګلونه، مرغۍ او ګلاب دي، او غالۍ محلي نومونه لري لکه " لبلیبي شکرې یا خواږه نخود، کوشه لي ګوبیکلي".

د سیماو غالیو په تولید کې مهارت ډېر اهمیت لري. دا غالي په ځانګړو کارګاه ګانو کې  چې د لرګیو څخه  په  مربع شکل سره جوړیږي اوبدل کیږي. ویل کیږي پدې سیمه کې د یو متر نه نیولې  تر ۸۵ متر مربع پورې  غالۍ اوبدل کیدی شي او د غالۍ ډیری تولید د میرمنو لخوا ترسره کیږي. په کور کې د ورځني کارونې لپاره د تولید سربیره، سیماو غالۍ د کار ځایونو، رسمي موسسو او جوماتونو لپاره هم په لویو اندازو کې تولید کیږي. او همدارنګه د سیماو ولسوالۍ ترټولو مشهور صادراتي محصول همدا غالۍ دي.



اړوند خبرونه