د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2043812
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې د اذربایجان پوځي ځواکونه ګام په ګام د ناګورنو قره باغ سیمې ته ننوځي، داسې ښکاري چې اوس دلته د ارمنیانو د نیواک په وروستیو سلګیو کې قرار لري. د ارمنستان  لخوا د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په قره باغ کې د میشتو ارمنیانو په وسیله ددې سیمې د اشغالولو نه  شاوخوا ۳۰ کاله تېر شوي. اذربایجان  د قره باغ دوهمه جګړه د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې پيل کړه او دا ځل يي ارمنیانو ته ماتې ورکړه. اوس د اذربایجان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي او هغه بهیر یې بشپړ کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شوی و.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي  جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د قره باغ کیسه د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته پیل شوه. ارمنستان د ۱۹۸۸ کال د فبرورۍ څخه د ۱۹۹۴ کال د مې تر منځ په قره باغ کې د ارمنیانو د ساتنې په پلمه د پیل کړې جګړې په نتیجه کې  د قره باغ سیمه اشغال کړه  او هلته ارمنیانو د یوه خپلواک دولت ادعا وکړه. په هغه وخت کې د ارمنیانو لپاره د روسیې ملاتړ پریکړه کونکی و. که څه هم د جګړې پر مهال د اذربایجان پر وړاندې جدي قتل عام وشو، خو نړیوالې ټولنې چوپه خوله پاتې کېدل غوره کړل. البته په دې چوپتیا کې د ارمنستان لابیانو ډیر اغیز درلود. په هرصورت، په داسې حال کې چې په سیمه کې د ځواک انډول بدل شو، اذربایجان په پای کې د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې د خپلو اشغال شویو ځمکو د آزادولو لپاره اقدام وکړ.

  د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر د میاشتې د ۲۷ نیټې د ناګورنو قره باغ جګړه د قره باغ دوهمه جګړه وبلل شوه او په پایله کې یې د آذربایجان مطلق برتري رامنځته شوه. البته د آذربایجان د ستراتیژیک شریک او مهم متحد په توګه د تورکیې راڅرګندېدل د یوه مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک په توګه دلته د پام وړ اغیز درلود. د تورکیې د پوځ او اذربایجان د پوځ ترمنځ د تجربو شریکول او د اذربایجان لپاره د تورکیې د دفاعي صنایعو د ودې له فرصتونو څخه سخاوتمندانه ګټه اخیستنه هم په پایله کې ګړندی اغیز درلود. پداسې حال کې چې د سپټمبر په ۲۷ پیل شوې جګړې شاوخوا ۴۴ ورځې دوام وکړ، د ارمنستان ځواکونه په لنډ وخت کې مات شول او د روسیې په منځګړیتوب تړون ته غاړه کیښودله . د اذربایجان د پوځ د تخنیکي غوره توب او روزنې او د تورکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په تکیه نوي  پوځي  دوکتورین  په مرسته اذربایجان ځواکونو ارمنستان ته سختې ماتې ورکړه او  پایله کې د روسیې په منځګړیتوب تړون ته غاړه کیښوده. دلته د ارمنستان په دننه کې د واک جګړې او له روسیې سره د پاشینیان ستونزې هم د ارمنیانو په کمزوري کولو کې جدي اغیز درلود، بالاخره د اذربایجان پوځ د شوشا په ګډون د ناګورنو قره باغ ډیرې سیمې ازادې کړې او د ارمنستان او قره باغ تر منځ د نښلولو د لارې د لاچین دهلیز کنټرول یې ترلاسه کړ.خو د ارمنستان د سولې د موافقې د غوښتنو د نه پوره کولو، په سیمه کې د هغوی د وسله والو فعالیتونو، تروریستي اعمالو او د زنګیزور دهلیز د پرانستلو په برخه کې د ناکامۍ له امله، چې د دغه تړون یوه برخه ده، د اذربایجان پوځ یو ځل بیا  د ترهګرۍ ضد په عملیاتو لاس پورې او اقدام . ارمنستان  ځل بیا یې د اوربند غوښتنه وکړه. هراړخیز پوځي عملیات ترسره شو. په دې عملیاتو کې چې یوازې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ، په سیمه کې پاتې ارمني ځواکونه له ماتې سره مخ شول او پشینیان له ماتې سره مخ شول، دوی ولیدل چې د دوی د نه ملاتړ له امله مقاومت ته دوام نه شي ورکولی ډیری تسلیم شول. اوس په داسې حال کې چې د اذربایجان پوځ ګام په ګام په قره باغ کې بشپړ حاکمیت ترلاسه کوي، د ارمنستان وسله وال ځواکونه په بشپړه توګه له سیمې وتلي دي. په دې توګه، اذربایجان خپلې ځمکې چې له ۳۰ کلونو راهیسې اشغال شوي آزادوي.

د پاشینیان تر مشرۍ لاندې، ارمنستان دوه اختیارونه لري. یا به له تورکیې او آذربایجان سره خپلې ستونزې د خبرو په میز حلوي ، له اقتصادي او سیاسي پلوه له ګاونډیو هېوادونو سره په یوځای کېدو سره به خپله ونډه تر لاسه کړي او یا به جګړې ته دوام ورکولو سره  خپل هېواد به له لاسه ورکړي. ډیر احتمال ښکاري چې ارمنستان، چې د غیر متناسب شرایطو له مخې کمزوری او کنجک شوی، په لومړي انتخاب کې پانګه اچونه وکړي. په هرصورت، دا وړاندوینه کول اسانه ندي چې آیا په ارمنستان کې د ځواک او شخړې انډول به دې پالیسۍ ته اجازه ورکړي.



اړوند خبرونه