د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2029138
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 تورکيه او سوريه له ډېرې مودې راهيسې د خپلو دوه اړخيزو اړيکو د بيا جوړولو او په یو نوي‌ چوکاټ کې د داخلولو په موخه خبرې اترې کوي. په نهایت کې د روان کال د  اپریل په میاشت کې په مسکو کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون  څلور اړخیزه غونډه وکړه. خو د اپریل له میاشتې راهیسې، د دغو خبرو اترو بهیر ورځ تر بلې ناڅرګندیږي. ددې  ناڅرګندتیا لامل په سوریه کې د شخړې پیچلي ماهیت، د بهرنیو لوبغاړو مختلف لومړیتوبونه، د بشارالاسد د رژیم ستراتیژیک مبهم چلند، او د سوریې د دولت د ظرفیت نشتوالی دی. د تورکيې او سوريې ترمنځ د خبرو اترو لپاره نور تحرکات هم شته چې خپلو اصلي موخو ته رسېدل ستونزمن کوي.

د تورکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي‌ څیړونو مشر څیړونکي‌ پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم .

د هر څه نه مخکې  د تورکیې او سوریې ترمنځ  روانه پروسې د اړیکو د نورمالولو کولو په توګه مشخص کول د دوو اصلي لاملونو له امله ناسم او له حده زیات خوشبینانه اقدام  دی. لومړۍ مسئله د سوریې د دریځ ، او پولې چې په نړیواله کچه پیژندل شوي، او د یو خپلواک هیواد په توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب دی. په هرصورت، یو ریښتینی د اړیکو نورمالیدو بهیر د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي همغږۍ لپاره د دریو شرایطو پوره کولو ته اړتیا لري. اوس مهال، د دغو شرایطو څخه هیڅ یو نه دی پوره شوی. د بشارالاسد رژیم په خپله خاوره بشپړ واک نه لري، هیواد یې ځمکنۍ بشپړتیا نه لري او سیاسي یووالی هم نه لري. د سوریې دولت، په ځانګړې توګه، په خپلواکه توګه د خپلو اهدافو د تعقیبولو حقیقي ظرفیت نلري. دا مسله د بشارالاسد د رژیم په ګډون د بین العربي اړیکو عادي کولو هڅو سره هم تړاو لري.

دوهم مشکل د اوسنیو شرایطو او مطلوبو پایلو تر منځ د بې اتفاقۍ له امله رامنځ ته کیږي. د توركيې او سوريې د خبرو اترو يوه له مهمو مسايلو څخه د ترورېزم پر وړاندې مبارزه ده او د آدانا اجماع هغه سند دى چې په دې وروستيو كلونو كې په پرله پسې توګه د دې موضوع په اړه د يوه اساسي سند په توګه مطرح شوى دى. په هرصورت، د تروریستي سازمانونو لکه PKK/YPG په وړاندې د مبارزې په برخه کې د تورکیې او سوریې د رژیم ترمنځ د همکارۍ نوې طریقه ناڅرګنده ده. د پالیسۍ د بدلون لپاره، یا تورکیه یا رژیم باید د YPG په اړه خپل دریځ د پام وړ بدل کړي. تورکیه په سوریه کې د PKK پر وړاندې په خپل دریځ کې هوډمن ښکاري او په نهایت کې یې موخه دا ده چې د YPG  له منځه یوسي او د سوریې په شمال ختیځ کې سیاسي حضور کمزوری کړي. په دې وخت کې، ډیری احتمالي ستراتیژیانې راڅرګندېږي، ټول یوازې لنډمهاله حلونه وړاندې کوي.

 

لومړی، رژیم کولی شي د تورکیې په سرحدي سیمو کې د PKK شتون له منځه یوسي او د منبج او تل رفعت په څیر سیمو څخه PKK/YPG وباسي او تصفیه کړي. مګر دا امکان نلري چې PKK به په داوطلبانه توګه اطاعت وکړي.  پدې وخت کې د اسد  رژیم  اړتیا لري چې هغه اجباري اقدامات وکړي چې دا مهال دواړه ممکن نه ښکاري. په بدیل سره، تورکیه کولی شي د سوریې د ملي اردو سره په ګډه د PKK/YPG په وړاندې د محدود نظامي عملیاتو په پیل کولو سره د دې سازمان په وړاندې د رژیم لاس پیاوړی کړي. په هرصورت، د YPG او امریکا ترمنځ د دوامداره ملګرتیا له امله رامینځته شوی مشکل د سوریې سره د خبرو اترو په برخه کې پیچلې ستونزه ده. له همدې امله د تروريزم په شان مسايلو ته د لومړيتوب ورکولو په برخه کې توپيرونه په خبرو اترو کې د پرمختګ د نشتوالي اصلي عامل دي.

 

په همدې ډول، د کډوالو د راستنېدو مسئله په سیمه کې د وضعیت او مطلوب حل ترمنځ واټن په ګوته کوي. د تورکیې د پوځي شتون او د سیمه ییزې حکومتولۍ د موډلونو د جوړولو خبر چې د سوریې د موقت حکومت او د سوریې د ملي اردو تر کنټرول لاندې سیمو کې د چلولو اسانتیا برابروي، هڅونکی دی. سره له دې، د دغو ګټو سره سره، د کډوالو د بیرته راستنېدو په برخه کې ستونزې پاتې دي، په ځانګړې توګه د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو ته. هغه کسان چې په دې وروستیو کې دې سیمو ته راستانه شوي د بې رحمه چلند سره مخ شوي دي. که څه هم د رژیم او د لبنان او اردن ترمنځ خبرې اترې دوام لري، خو له دغو هیوادونو څخه بیرته راستنیدل لږ پاتې دي. د جګړو له امله ویجاړو شویو سیمو ته راستنیدل، چیرې چې رژیم بیرته راستنیدونکو ته د "غدار" په توګه ګوري، چیرې چې زیربناوې ویجاړې شوي او اقتصادي ظرفیت محدود دی، یو ننګونکه  ده. د یوې همغږې او هراړخیزې لارې نقشې پرته د یوې موافقې پلي کول کولی شي د مهاجرینو ستونزې لا پسې زیاتې کړي. له همدې امله، د خوندي زونونو پراخول او د محلي حکومتونو پیاوړي کول د کډوالو د راستنیدو لپاره ډیر مناسبد ګام دي.

 

بله مهمه اندیښنه د تورکیې او سوریې په خبرو کې د سوریې د مخالفینو د رول په اړه ناڅرګندتیا ده. د سولې لپاره د بشارالاسد د ادارې له خوا وړاندې شوي شرطونه منل د سوریې د اپوزیسیون تسلیمیدل دي، چې د خپلو پوځي او سیاسي جوړښتونو په ورکولو سره له رژیم سره د خبرو توان نه لري. تورکیه به دا ډول سناریو ونه مني. په پایله کې، په داسې شرایطو کې چې د جنیوا خبرې اترې له دریو کلونو څخه زیات په ټپه ولاړې دي او رژیم په ټپه دریدلي تاکتیکونه تعقیب کړي دي، د اپوزیسیون او رژیم ترمنځ د اړیکو د نویو نقطو رامینځته کول هم  ننګونې دي. په ادلب کې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره موږ د تنوع له پلوه هم په یوه مهم پړاو کې یو.»

د دې ناڅرګندتیا په پام کې نیولو سره د تورکیې لپاره یو شمیر خطرونه رامنځته کیږي. د وضعیت ساتل، د سوریې په شمال ختیځ کې د YPG د مخ پر ودې حضور سره یوځای، د تورکیې لپاره په ستراتیژیک ګواښ بدلیدلی شي. دا خطر هم شته چې د سوریې رژیم به له خبرو اترو څخه په ستراتیژیک ډول د جګړې د اوږدولو لپاره کار واخلي. سربېره پر دې، په سوریه کې د خپل حضور د ژورولو او د دې هېواد د نفوسو د جوړښت له پلوه د ایران هڅې د تورکیې لپاره یوه بله ننګونه ده. د ویلو ده چې تورکیې ته ډیری سوري کډوال د حلب څخه راغلي‌ دي‌  او نن ورځ د ایران او سوریې د رژیم ددې کډوالو د بیرته ستنیدو پر وړاندې ډول ډول خندونه رامنځته کوي. د تورکیې منځمهاله ستراتیژیک چاپیریال نور هم پیچلی کوي.

 

د کورنیو جګړو ادبیات ښیي چې دا شخړې معمولا لږ تر لږه ۱۵ کاله دوام کوي او د بیا تکرار احتمال ۵۰ سلنه وي. که موږ دا نظریه پلي کړو، داسې ښکاري چې د سوریې جګړه به لږترلږه درې نور کلونه دوام وکړي. د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سیمه ایزواو  نړیوالو تحرکاتو پیچلې مداخلې ته په پام سره، دا د تصور وړ ده چې جګړه به لږ تر لږه ۱۵ کاله دوام وکړي.

انقره باید دا ومني چې د تورکیې او سوریې خبرو پر وړاندې  محدودیتونه شتون لري او دا چې په سیمه  کې واقعیتونه هم د بدلیدو په حال کې دي  چې په پایله کې به د سوریې د شخړې بڼه او د حل بڼه بدله کړي.



اړوند خبرونه