د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2026110
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې په عراق او سوریه کې د تورکیې لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزه په پوره سرعت سره روانه ده، لیدل کیږي چې  د پي کاکا  ترهګریز سازمان په ځانګړې توګه په وروستیو ورځو کې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي‌ حکومت  او کوردستان ډیموکراتیک ګوند پر امنیتي ځواکونو په نښه کول پیل کړي دي.  همداشان د پي کاکا ترهګریز سازمان کوردستان ډیموکراتیک ګوند ته  د خپل شتون لپاره د پام وړ ګواښ په توګه ګوري.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ سیتا د بهرنیو اړیکو څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په تورکیه کې د وروستیو ټاکنو نه سمدلاسه وروسته د پي کاکا ترهګریز سازمان او د څانګو پر خلاف يي پوځي‌ عملیات لا ګړندي‌ کړل .

د ویلو ده چې د تورکیې امنیتي‌ ځواکونه د موجود امنیتي‌ دوکتورین له مخې غواړي‌ چې د پي‌کاکا ترهګری سازمان د پوره فشار لاندې نیولو ته دوام ورکړي‌ او دې ترهګري‌ سازمان ته اجازه ورنکړي‌ چې نوي‌ کسان استخدام کړي‌ او ځان له سره تقویه کړي.

په ټوله تورکیه کې، ژندارم او پوځ  واحدونه  په ځانګړې توګه  په غرونو کې  د پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان د وروستیو پاتې شونو او عناصرو د لمنځه وړو هڅه کوي.

د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان  له ټاکنو وروسته، اعلان وکړ چې دوی باید د "اوربند" دوره پای ته ورسوي. په حقیقت کې له اوږدې مودې راهیسې  د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان په ټول هیواد کې د فعالیت کولو  ظرفیت له لاسه ورکړی دی. داسې ښکاري چې ددې ترهګري‌ سازمان  په ځانګړې توګه د کلیوالي چریکي په بڼه، ورانکارانه فعالیتونو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. په داسې حال کې چې د تورکیې امنیتي نظریه د فعاله بشپړې جګړې پر بنسټ ولاړه ده، د ټاکنو اړوند امنیتي عملیات په چټکۍ سره دوام لري. د تورکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستي بیان له مخې، د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۲۷ پورې، د تورکیې په کلیو او غرنیو سیمو کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان  یوازې  ۷۷ تنه  عناصر پاتې دي. که څه هم دا روښانه نده چې ایا دا شمیره بشپړ واقعیت څرګندوي او که نه.  داسې لیدل کیږي چې سازمان خپل شمیر، بدیل او لوژستیکي وړتیاوې تر ډیره حده له لاسه ورکړي.

همدا ډول  د تورکیې د امنیتي‌ ځواکونو لخوا په عراق او سوریه کې د ترهګرو پر خلاف  پوځي عملیات دوام لري.  په ځانګړې توګه په دې وروستیو ورځو کې د امنیتي‌ ځواکونه هڅه کوي‌ چې  د عراق په شمال کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړي.

 پداسې حال کې چې  د عراق په شمال کې د زاپ په سیمه کې سختې نښتې دوام لري، د د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي‌ حکومت اړوند د کوردستان ډیموکراتیک ګوند ځواکونه  یا  پشمرګه د تورکیې د امنیتي‌ ځواکونو سره په ګډه  په زاپ  او نورو سیمو کې عملیات ترسره کوي‌ او ځای په خای کیږي‌ .

پداسې حال کې چې د PKK غړي د پیشمرګه ځواکونو  په وړاندې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، د پي کاکا  ترهګریز سازمان لوړپوړي‌ چارواکي  د کوردستان ډیموکراتیک ګوند  مشران په نښه کوي. PKK ترهګریز سازمان  په دې پوهیږي چې کوردستان دیموکراتیک ګوند  د تورکیې سره یوځای کار کوي او  د دوی شتون ته لوی ګواښ دی. د پي‌ کاکا  ترهګریز سازمان هڅه کوي چې د کوردستان ډیموکراتیک ګوند د ځواکونو تر کنټرول لاندې  په کلیوالو سیمو کې واکمني‌ د خپل کنټرول لاندې راولي‌ او دلته خپل ریښې وځغلوي.  د بله پلوه د پي کاکا ترهګریز سازمان  یو ځل بیا، لیدل کیږي چې هڅه کوي چې د ایران، حشد الشعبي او نورو ملیشه او ترهګرو ډلو سره د همکارۍ سره د کوردستان ډیموکراتیک ګوند ځواکونه ضعیفه کړي.  

د بله  بلې خوا کورستان ډیموکراتیک ګوند  د هرې ورځې په تیریدو سره د پي کاکا تروریستي سازمان په وړاندې ډیر او ډیر ګامونه پورته کوي. که کوردستان ډیموکراتیک ګوند وغواړي چې په خپله سیمه کې ثبات تامین کړي، نو باید د تورکیې د وسله والو ځواکونو سره یوځای د PKK د له منځه وړلو لپاره ډیر معنی لرونکي او پریکړه کونکي ګامونه پورته کړي. په دې شرایطو کې، داسې ښکاري چې د PKK او KDP/Peshmerga ترمنځ شخړې به په نږدې راتلونکي کې زیاتې شي.



اړوند خبرونه