د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

2004663
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

 

د قهرمان ماراش ولایت چې په تورکیه کې ، په مدیترانه په سیمه کې   د ختیځ اناتولیا سیمې  پرمخ پرانیستل شوې دروازه ده  او  یو میشت سیمه ده چې د تورکیې د خلکو د د تاریخي‌ او کولتوري‌ نښو او نښانو  کوربه توب کوي. د دې کلتور ترټولو مهم د کورنۍ بنسټ او د واده دود دی. د واده د مراسمو یو له مهمو عناصرو څخه د جیز لیږد او نندارې ته وړاندې کول دي چې نجونې یې د خپل پلار له کور څخه راوړي او د "جیز" په نوم یادیږي. په قهرمانماراش کې د جیز صندوق د جیز د توکو د ساتولو کاریدونکي‌ دا صندوقونه په لاس په ډیر سینګار سره جوړیږي.  دا صندوقونه په اصل کې لرګیو نه جوړیږي‌ چې د پاسه يي کندنکاري‌ کیږی.

د ویلو ده چې د قهرمان ماراش ولایت د جیز صندوقونه په ۲۰۱۷ کال کې د قهرمان ماراش ولایت د ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې د جغرافیه د راجستر شوو توکو په لست کې شامل شول.

د ویلو ده چې د قهرمان ماراش د جیز صندوقونه د چارمغز د  لرګي څخه جوړیږي. د د چارمغز لرګی لومړی وچیږي‌ او بیا ترینه صندوق جوړیږي‌ تر څو کوږ نشي. د قهرمان ماراش ولایت د جیز صندوقونه ۴ – شپږ او یا ۸ کونجي‌ جوړیږي.  د جیز صندوق په کندنکارۍ او  نقاشي شکلونه د رال او هډوکي ګرد مخلوط چې د "لنټیل ګلو" په نوم یادیږي په تولید کې کارول کیږي.



اړوند خبرونه