د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2000353
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  د بیا ټاکل کیدو نه وروسته په عنعنوي توګه خپل لومړني‌ بهرني‌ سفرونه  شمالي قبرس تورکي‌ جمهوریت  او اذربایجان ته ترسره کړل. هغه پیغامونه چې هغه په ​​دواړو پلازمینو کې ورکړل او هغه ارزونه چې وروسته یې وکړه په نوي عصر کې د تورکیې د بهرني سیاست په اړه مهمې نښې په ډاګه کوي. تر ټولو لومړی، دواړه هېوادونه نه یوازې د تورکیې د بهرنی سیاست د لومړیتوبونو له نظره، بلکې د سیمه ییزې سیالۍ او ستونزو له نظره هم ډېر مهم دی. قبرس د تورکیې د ختیځ مدیترانې د پالیسۍ په مرکز کې ځای لري. آذربایجان د تږرکیې لپاره خورا مهم هیواد دی. دا په ځانګړې توګه د قره باغ له فتحې وروسته ډیر مهم شو. د دې دوو لیدنو په رڼا کې غواړم یو څو مهم مسایل په ګوته کړم چې د نوې دورې بهرنۍ پالیسي به رهبري کړي.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ د امنیتي‌ څیړونو مشر پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په بهرنۍ پالیسۍ کې د نوې دورې ترټولو مخکښ اړخ د مشرۍ ډیپلوماسۍ ده چې ولسمشر اردوغان د ډیرو اوږدو کلونو په دننه کې رامنځته کړې ده . ولسمشر اردوغان چې یو نړیوال او خورا مثبت نظر لري په نوې دوره کې به په نړۍوالو مسئلو کې لا زیات رول په غاړه واخلي. د نورو مشرانو سره د هغه اړیکې، په مهمو نړیوالو مسلو کې د هغه ډیپلوماتیک رول، او نړیوالو مسئلو ته د هغه د پام وړ توجه د مشرتابه پر بنسټ بهرنۍ پالیسي اساس جوړوي. برسېره پردې، په تورکیه کې د جمهوري ریاست سیسټم اردوغان ته اجازه ورکوي چې دا رول په آرامۍ سره ادا کړي.

دویم مهم ټکی دا دی چې دا به د ستراتیژیک خپلواکۍ په مرکز بهرنۍ پالیسۍ پوهاوی ژور کړي چې تورکیې په وروستیو کلونو کې رامینځته کړی. دا وضعیت د تورکیې لپاره د بهرنۍ پالیسۍ د ظرفیت د لوړوالي او د بهرني سیاست د پورټ فولیو پراخولو له امله د خپلواک بهرني سیاست تعقیب اسانه کوي. په ځانګړې توګه د لویدیځ سره په اړیکو کې، خودمختاری د یو ډیر ستراتیژیک لومړیتوب په توګه راڅرګندیږی. ځکه چې د تورکيې او لوېديځ تر منځ ډېر داسې مسايل شته چې مشترک نه دي. موږ کولی شو ووایو چې د ستراتیژیک خودمختاری هدف به په نوې دوره کې په ژوره توګه دوام ومومي.

بل لومړیتوب د اړیکو  نورمال کولو مسله ده، کوم چې موږ به په نوې دوره کې ډیر ځله شاهدي‌ وکړو. د اړیکو نورمال کولو ترټولو مهم ستنه د منځني ختیځ پروسې دي. د هاکان فیدان د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکنه  ممکن د سوریې سره روانه پروسه ګړندۍ کړي. موږ کولی شو د خلیج هیوادونو سره په اړیکو کې  د نوي دورې د پرانستلو تمه وکړو. له بلې خوا په ایران کې وضعیت یو څه بل ډول ښکاري.  ولسمشر اردوغان د  اذربایجان نه  د راستنېدو پر مهال رسنیو ته په خپله وینا کې پر ایران ښکاره نیوکې دا په ډاګه کوي چې په نوې دوره کې به د انقرې او تهران اړیکې ترینګلې وي. ښايي د نوي عصر د سياليو او شخړو محور د انقرې او تهران ترمنځ وي. دا موږ ته ښیې چې دواړه هیوادونه به په سوریه، عراق او اذربایجان کې نوې سیالي وکړي.

 

بله مهمه موضوع د اقتصاد ده  چې د  اړیکو د نورمال کیدو سره په  موازي توګه پرمختګ کوي، په مرکز کې به ځای ولري. د تورکیې لپاره د اقتصادي بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د لا زیاتو صادراتو له لارې د تورکیې اقتصادي وده تضمین کول دي. په دې توګه، دا ډیره مهمه ده چې د اړیکو نورمال کول او ډیپلوماسۍ په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم ځای ولري. د سوداګري  د دولت پر بنسټ د بهرنۍ تګلارې نوې پروسه کې به  خورا مهم ځای ولري. همداشان ولسمشر اردوغان  د اذربایجان نه د راستنیدو پر مهال  د یونان په اړه د هغه  پیغامونه موږ ته ښیې چې نوې دوره به د اتن او انقرې ترمینځ په اسانۍ سره تیریږي.

اړیکو نورمال کول پدې معنی ندي چې امنیت شالید ته واړوي. له همدې امله به له امنیت د بهرني سیاست سره   په متوازن ډول دوام وکړي. د هاکان فیدان نوی رول پدې معنی کې څرګند کیدی شي. د هغه بیوروکراسي شالید او هغه دوسیې  چې هغه یې ماسټر کړي دي دا په ګوته کوي چې بهرنۍ پالیسي او امنیت به یوه مهمه پروسه وي. په دې برخه کې ویلای شو چې له ترهګرۍ سره مبارزه به په بهرنۍ پالیسۍ کې هم د لومړیتوب موضوع وي.

په نوې دوره کې به د تورکیې نړیواله اجنډا هم خورا مصروفه وي. په دې برخه کې، موږ باید له اردوغان څخه تمه وکړو چې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو، د اقلیم د بدلون، د اوکراین د کړکیچ، افریقا او فلسطین او انقرې په اړه د نړیوال فعالیت لپاره خپل لټون ګړندی کړي. نوې دوره به متحرک او موجوده خطرونه او همدارنګه د تورکیې لپاره فرصتونو نه ډکه وي.



اړوند خبرونه