د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي‌

د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي‌

1969690
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي‌

 

د تورکیې د سیاحت پلازمینه انتالیا،  د مدیترانې سیمې لپاره د  خاصو مرباګانو کوربه هم دی. د ترنج یا  برګاموټ پوټکي مربا، د برګاموت د ونې د میوې له پوټکي څخه جوړیږي، کوم چې د لیمو د کورنۍ یو نه پیژندل کیږي.

برګاموت مربا د انتالیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنه په ۲۰۲۱ کې د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو لست کې شامل شو.  د برګاموټ ترنج  میوې پوستکي، چې د مربا جوړولو کې ترینه کار اخیستل کیږي‌  د چاقو په واسطه د دننه څخه جلا کیږي. لومړی پوستکی تراش کیږي‌ او وروسته بیا د ترنج نه جلا کیږي‌ . د چاقو په واسطه د پوستکي‌ پورې نختي‌ سپین لکه د اسفنج په څیر طبقه ترینه ښه توګل کیږي‌ او وروسته بیا  پوستکی لوله کیږي او بیا  په تاري  رسۍ کې اچول کیږي اوچولو ته ځوړندیږي. د مربا د جوړولو نه مخکې لومړی دا وچت شوي‌ پوستکي‌  په جوش اوبو کې اچول کیږي او ښه جوشیږي ترڅو د تریخوالی  لاړ شي. د برګاموټ پوستکي‌ وروسته  د سړو اوبو سره مینځل کیږي او څو ځله مینځل کیږي‌ تر څو تریخوالی ښه لاړ شي. وروسته په یو دیګ کې  اوبه او بوره اچول کیږي تر څو تینګ شربت جوړ شي. کله چې شربت قیام ته ورسیږي‌ د پاسه يي  د برګاموټ یا ترنج  پوستکي اضافه کیږي. کله چې د مربا په قیام راشي جوړ شي، یو څو قاشقې د لیمو جوس پکې  اضافه کیږي. د جوش کولو پروسې په پای کې، د برګاموټ د پوستکي نه  تارونه پرې کیږي او شیشه يي مرتابنونه ترینه  ډکیږي. د برګاموټ مربا  باید په یخ او وچ ځای کې وساتل شي ، د لمر له وړانګو څخه خوندي وي. تر هغه چې مرتبان  خلاص شوی نه وي، مربا د 2 کلونو لپاره تازه پاتې کیږي.



اړوند خبرونه