د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرني‌ سیاست څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

1968105
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د مارچ په پنځلسمه د عراق په شمال کې د یوې چورلکې غورځیدل او وروسته د چورلکې د سپرلۍ په اړه شک او شبهو د خلکو په منځ کې ډول ډول پوښتنې راولاړې کړې. پداسې حال کې چې د پیښې په لومړنیو ساعتونو کې په چورلکه کې د موجودو کسانو د هویت په اړه چې ایا څوک وو د ټولو سره جدي‌  پوښتنې  راولاړې کړې وې او اجنډا يي مصرف کړې وه ، د عراق  په شمال کې د کردستان سیمه ایز حکومت  د چورلکې د سپرلۍ هویتونه  اعلان کړل. د عراق په شمال کې د کردستان سیمه ایز حکومت اعلان وکړ چې  د  سقوط شوې‌  چورلکې  نه  موندل شوي‌  جسدونه د پي کاکا ترهګریز سازمان د غړیو اړوند دي.  همداشان وروسته بیا په سوریه کې د پي‌ کاکا ترهګریز سازمان یوې څانګې  د سوریې د کردستان دیموکراتیکو ځواکونو  سازمان اعلان وکړ چې د دوی اړوند دوه چورلکو سقوط کړی دی. ددې پیښې او څرګندونو نه وروسته د ټولو سترګې د عراق په شمال کې د کردستان په سیمه ایز حکومت د کردستان د وطنپالو ټولنې  او بافیل طالباني ته واوښتې.

 

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرني‌ سیاست څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د ویلو ده  چې د مارچ په ۱۵ مه  نیټه د عراق په شمال کې د دوهوک په چیمنکي سیمه کې دوه چورلکو یو په بل پسې سقوط وکړ. پداسې حال کې چې د پیښې وروسته ډول ډول شایعاتو  شتون درلود، خو په سوریه کې د پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان څانګه د سوریې د کردستان ډیموکراتیکو ځواکونو اعلان وکړ چې سقوط شوې چورلکې ددوې اړوند وې او اعتراف وکړي چې چورلکې د دوی دي او دوې د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه خپل ځیني‌ سرتیري‌ د روزنې لپاره سلیمانیه  ته لیږولي‌ وو بیرته سوریې ته راستول. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چورلکې د غورځېدو په پایله کې سوریې کردستان ډیموکراتیکو ځواکونو د  عمومي قوماندان شروان کوباني په ګډون ۹ تنه ترهګر چې د مظلوم عبدي نږدې خپلوان هم دي، وژل شوي دي. د داعش ضد نړیوال ایتلاف ګډ ځانګړي عملیاتي کاري ځواک هم د مظلوم عبدي د ټویټر پوست  شریک کړ، او هغوې سره  خواخوږي څرګنده کړې ده. له بلې خوا د عراق په شمال کې د سمیه ایزو حکومت لومړي وزیر مسرور بارزاني د ډیرو  سختو څرګندونې په ترسره کولو سره  ویلي‌ دي‌ چې د پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان  اړونده چورلکې ددوې  له اجازې پرته په سیمه کې الوتنه کړې  او دا چې اړوندې چورلکې د کردستان وطنپالو ټولنې  لخوا پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان ته ورکړ شوي‌ دي. هغه د خپلې دې څرګندونو سره د ټولو پام بافل برزاني‌ ته واړو.

 

د ویلو ده چې دا چورلکې چې د سوریې-عراق/سلیمانیه په لاره کې د رادار نه د پټیدو په موخه ټیټې الوتنې ترسره کوي د AS 350 ماډل عمومي هیلیکوپترونه دي چې د فرانسوي ایربس هیلیکوپتر شرکت لخوا تولید شوي. اړوند چورلکې په ۲۰۱۶ کال کې د عراق په شمال کې د سیمه ایز حکومت  لخوا اخیستل شوې دي. د ویلو ده چې نوموړو چورلکو  د ۷  ګروپ په نوم د شرکت زیربناو نه ، چې په عراق کې د امریکا د  اردو لپاره د هوايي چلند قراردادي هم دی، کارولي‌ دي. د  ۷ ګروپ په ۲۰۰۹ کې په اربیل او سلیمانیه کې دوه اکمالاتي، لوژستیک، ساتنې او روزنې مرکزونه پرانستل. د ویلو ده چې اړوند شرکت له کاناډا څخه د جلال طالباني د وراره لاهور طالباني له خوا جوړې شوې  د ترهګرۍ ضد څانګې د استفادې  لپاره درې AS 350 هلیکوپترې د کاناډا څخه پيرودلی وې . وروسته بیا، موږ ګورو چې دا چورلکې د بافل طالباني په دوره کې د سوریې د په سوریه کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان څانګو په اختیار کې ورکړ شوې.

هیره دې نوي‌ چې د عراق په شمال کې د شمالي‌ عراق د وطنپالو ټولنې په منځ کې د خپل منځنیو اختلافاتو او د واک پر سر د شخړو نه وروسته د امریکا پر ملاتړ بافیل طلبانی لاهور طلباني‌  له صحنې پاک کړ او ټول واک او اختیار يي په خپل لاس کې ونیو. همداشان نوموړي‌ د عراق په شمال کې د شمالي‌ عراق د وطنپالو ټولنې پالیسي‌ له سره ډیزاین کړه او بدله يي کړه.  پداسې حال کې چې ددینه مخکې د عراق په شمال د پي‌کاکا ترهګری سازمان د ایران تر اغیزو لاندې وو خو د بافیل طلباني‌ د واک ته رسیدو نه وروسته د امریکا تر اغیزو لاندې راغلل. همداشان کله چې بافیل طلباني‌ د امریکا پوره ملاتړ ترلاسه کړ د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د څانګو وای پي‌ جي‌ او پي‌ وای ډي نه يي هم په ښکاره ملاتړ لاس پورې کړ. ددینه مخکې پټې اړیکې په کلاره کلاره ښکاره کړې.  نوموړي‌ په امریکايي الوتکه کې د سوریې په شمال کې د مظلوم عبدي په ګډون ددې ترهګریزو سازمان د مشرانو سره په لیدونو هم پيل وکړ.

 

 

اوس د هلیکوپټرو له حادثې وروسته څرګنده شوې چې دا اړیکې د سیاسي ملاتړ په پرتله خورا عملیاتي‌ ملاتړ بڼه لري. د یادولو وړ ده دا  که چیرې ددې الوتنو ساحې ته دقت وکړو چې د امریکا تر کنټرول لاندې ده دا د ورا ښکاره ده چې د امریکا  تر څارنې لاندې ترسره کیږي. د یادولو وړ ده چې  د تورکیې لخوا  په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سره د اوږدمهاله عملیاتو په دې سیمو کې د PKK/YPG خوځښت او د حرکت حلقه تنګه کړې ده. همداشان په سیمه کې د یوې چارې په توګه د ترهګریز سازمان مشر ددې چورلکو سره چې په ټیټه توګه الوتنه کوي‌ یو او بل سیمې ته انتقالیږي . په سیمه کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره دا د ورا ښکاره ده چې امریکا په سوریه او عراق کې د پي‌ کاکا او د هغوې څانګو ته د مشروعیت ورکولو په خاطر د بافیل طلباني‌ نه د الې په توګه کار اخلي.

امریکا اوس مهال د عراق په شمال کې د قندیل د مشرانو  پر ځای په سوریه کې  د وای پي‌ جي‌ د مشرانو سره اړیکې پياوړې کړي دي. همداشان دا ملاتړ ددې لامل شوی دی چې  په تورکیه کې د خلکو دیموکراتیک ګوند ته هم  دا جسارت ورکړي‌ چې

 د نوروز په لمانځونو کې د پي‌ کاکا ترهګري سازمان د زنداني‌ مشر عبدالله اوجالان نه یادونه وکړي‌ او د هغه د خلاصون غوښتنه وکړي.

په تورکیه کې د ټولټاکنو ددې مهم بهیر نه په استفادې سره امریکا غواړي‌ چې اوجالان یو ځل بیا په یو مهم فیګور بدل کړي

په هر صورت داسې ښکاري‌ چې د بافیل طالبانو د واک عمر هم ډیر اوږد نوي. ځکه چې د تورکیې سره دښمني‌ خامخا پایلې لري او هغه به هم خامخا دا بدل پرې کړي.



اړوند خبرونه