د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
![د ورځنۍ اجنډا تحلیل](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b765/512c/50c4/63f7c7a0d495b.jpg?time=1719097930)
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
په تورکیه کې د دوو لویو زلزلو نه وروسته ډیپلوماسۍ په حرکت راغلې ده. پداسې حال کې چې ۸۸ هیوادونو مستقیمه مرسته کړې، ۱۱۳۰۲ تنه بهرني پرسونل د لټون او ژغورنې او مرستې فعالیتونو کې برخه اخیستې. د ناټو عمومي منشي، د یونان، اسرائیلو ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له سفرونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم تورکیې ته راغلی او د زلزله ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه . د جرمني د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران هم د زلزلې سیمو نه لیدنه وکړه.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د امنیتي څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکتر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
په تورکیه کې د غبرګو زلزولو نه وروسته په داخل کې د پیاوړي پیوستون ترڅنګ د قوي نړۍوال ملاتړ او مرستو او مهمو سفرونو د زلزلې ډیپلوماسي رامخې ته کړه.
په ځانګړې توګه، د یونان د بهرنیو چارو وزیر ډینډیس د خپل سفر په جریان کې او وروسته په بروکسل کې د تورکیې څخه د ملاتړ څرګندونې د ۱۹۹۹ کال د مارمارا زلزلې وروسته د تورکیې او یونان په اړیکو کې رامنځته شوي نرمۍ ټولو ته راپه یاد کړه . حتا ځیني کسان پدې اند دي چې د امریکا، اروپايي ټولنې او یونان سره په اړیکو کې د زلزلې ډیپلوماسۍ سره باید یو نوی دور پیل شي.
البته، د ناورینونو په وړاندې پیوستون د انسان یو عام ټکی دی. دا باید هیر نکړو چې د نړۍ مخکښ قدرتونه د کرونا ویروس ناروغۍ په لومړیو ورځو کې پدې ازموینه کې ناکام شول. هغه مرستې چې د زلزلې له امله تورکیې ته رسیدلې د مصیبتونو په کمولو کې مرسته وکړه. د
د دوو زلزلو وحشتناکه تباهي څرګنده ده. په هرصورت، دا د تورکیې مرستې د نګولو یوازینی دلیل ندی. تورکیه هغه هیواد دی چې د خپل ناخالص ملي عوایدو په پرتله د بشري مرستو په برخه کې لومړی ځای لري. ولسمشر اردوغان یو له هغو مشرانو څخه دی چې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون نړیوال نظام په هر ځای کې د بې عدالتي په پر وړاندې غږ اوچتوي. له بلې خوا، تورکیې د وبا په جریان کې د روغتیایی توکو د مرستې په برخه کې یو ډیر اغیزمن موقعیت خپل کړی دی. هغه د اوکراین په جګړه کې د منځګړي په توګه د خپل رول سره د غلو په دهلیز او د بندیانو په تبادله کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی دی.
تورکیه یو له مخکښو هیوادونو څخه دی چې په ټوله نړۍ کې د ناورینونو سره د مرستې لپاره په ډیره چټکه توګه حرکت کوي. د دې لپاره تورکیې له خپلو غربي متحدینو، ګاونډیانو، اسلامي او تورکي نړۍ او د افریقا په ګډون له هر ځای څخه مرسته ترلاسه کړه. تورکیې د نورو سره دوستي کړې او دوستي يي ولیده .
دا څرګنده ده چې د زلزلې ډیپلوماسۍ باید د کړکیچ کمولو او دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره وکارول شي. د ارمنستان، اسرائیلو او یونان سره په اړیکو کې د اوسنۍ مثبتې فضا څخه د ثابتو لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره باید هڅې وشي. په هرصورت، دوه اړخیزه اراده او ډیپلوماسۍ باید د کړکیچ د حل لپاره ګړندۍ شي. دا باید معلومه شي چې د ناورین پیوستون به د یو څه مودې لپاره دوام وکړي او نشي کولی د ملي ګټو جوړښتي شخړې په یوځل حل کړي. برعکس، د خبرو اترو یو ټاکلی بهیر ته اړتیا ده. د یاد شوي دریو هیوادونو سره د اړیکو د نورمال کولو پروسې په بریالۍ اجرا کولو کې دوه اړخیز اغیزمن عوامل شتون لري.
تورکیه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې په بهیر کې خنډ نه اچوي. د اسرائیلو سره د اړیکو په عادي کولو کې، د میشت ځایونو جوړول او د بیت المقدس مسله د اجنډا توکي دي. د یونان د ټاپوګانو مسلح کول او د هغې د ۱۲ میلونو ادعا د کړکیچ مسله ده. د زلزلې ډیپلوماسۍ ددې مسئلو په مدیریت او د امکان په صورت کې د حل په برخه کې ترینه په اعظمي توګه مثبته استفاده وشي.
سټولټنبرګ د خپل دې سفر په ترڅ کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب مسئله هم هیره نکړه. انقرې ته د بلینکن سفر هم مثبت و. هغه وویل چې تورکیې او سوریې ته د مرستو مقدار ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیا د تورکیې سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. بلینکن د اتحاد په اړه هم ډیرې خبرې وکړې، په نړیواله کچه په ګډه کار کول او د ورته ارزښتونو شریکول. په هرصورت، لاهم د F-16s لپاره هیڅ حل شتون نلري. د YPG نه د واشنګټن ملاتړ او د داعش سره د مبارزې مسئله هر څه په ډاګه دي. همداشان د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه ټینګار دوام لري. دا ټول د بهرني سیاست له واقعیتونو څخه دي.
له زلزلې وروسته په متقابلو فکرونو کې بدلون مثبت دی، خو دا باید په کلکو ګامونو سره تقویه شي.