د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1947490
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

له بده مرغه  چې  د فبروري‌ په شپږمه نیټه  د تورکیې سویل ختیځ سیمه د ریښتر په کچه د ۷،۷ او ۷.۶ درجې په شدت سره  چې مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک او البستان ولسوالۍ وې ولړزوله. د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو د مدیریت ریاست د شمیرو له مخې پدې غبرګو زلزلو کې تر ۳۶ زرو تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ زرو تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي. لکه څرنګه چې دې  زلزلې د  تورکیې  سویل ختیځ  سیمه  ډیره زیاته متاثره کړې همداشان  د سوریې په شمال لوېدیځ کې هم سخت زیانونه اړولي،  په ځانګړې توګه په ادلب، عفرین او حلب کې شاوخوا لس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرنیو سیاستونو څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

تورکیې د فبرورۍ د شپږمې نیټې په  سهار چې کله سترګې پرانیستې، له یوه لوی ناورین سره مخ وو. په تورکیه کې لومړنۍ زلزله د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو رامنځته شو. د ویلو ده چې ددې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷ عشاریه ۷ وو. همداشان د لومړۍ زلزلې نه لا ۸ ساعته تیر شوي‌ نه وو چې په سیمه کې دویمه ستره زلزله رامنځته شوه. د دویمې زلزلې شدت هم د ریښتر په کچه ۷ عشاریه ۶ وو. ساینس پوهانو د تورکیې ددې زلزلو نه د تیرې پيړۍ تر ټولو  د سترو زلزلو و ستر ناورین په توګه یادونه وکړه. د ویلو ده ددې زلزلې مرکز چې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک او البستان ولسوالۍ وې ۱۱ ولایتونه يي ډیر سخت متاثره او تخریب کړل. په ۱۱ ولایتونو کې ډیر سخت ویجاړې رامنځته کړ.

د ساینس پوهانو په وینا په پرله پسې ډول ددې زلزلو رامنځته کیدل او مځکې ته ډیر نږدې واقع کیدو او رامنځته کیدو ددې لامل شوه چې د تخریباتو ساحه يي ډیره پراخه وي. د ویلو ده چې دا زلزله د مځکې په ۷ کیلومرته ژوروالي‌ کې رامنځته کیده او  شاوخوا ۹۰ ثانیې دوام  پدې کچه د سترو تخریباتو اصلي‌ لامل وو. دې زلزلې د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت  سربیره، په ځانګړې توګه د هاتای، غازیانتیپ، مالتیا او ادیمان په ولایتونو کې، خورا جدي ویجاړی رامنځته کړ. همداشان د تورکیې سربیره دې زلزلې په سوریه کې هم ډیر ستر ځاني‌ او مالي‌ تلفات رامنځته کړل.  په سوریه کې تر ټولو زیات تخریبات  په ادلب او حلب ولایتونو کې رامنځ ته شوي. د ویلو ده چې دې زلزلې په تورکیه کې  د آلمان  د مساحت  په اندازه یوه سیمه  په مستقیم ډول اغیزمنه کړې ده. د ناورین او  بیړنيو حالاتو  د مدیریت  ریاست  د شمیرو له مخې، پدې زلزلو کې  د مړو شمیر ۳۶  زرو اوښتې ده. همداشان پدې زلزولو کې  تر سلو  زرو تنه  څخه ډیر کسان ټپیان شوي‌  دی. په سوریه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی. په تورکیه  کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست سربیره د ژندارم، پولیسو، پوځ  ۳۵۲۴۹ تنه مسلکي‌ د لټون او ژغورنې پرسونل ترڅنګ د مدني‌ ټولنو او سازمانونو په لسګونو زرو تنو  د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخیسته. همداشان تورکیې ددې زلزلو نه وروسته چې د پيړۍ تر ټولو د ستر ناورین په توګه ترینه یادونه شوې ده څلورم درجه اضطراري‌ حالت اعلان کړ.  د تورکیې لخوا د اضطراري‌ حالت د اعلانولو نه وروسته د نړۍ د څه باندې ۷۰ هیوادونو نه تورکیې مرستې راماتوې شوې. د نوموړو هیوادونو نه نږدې ۱۰ زره تنه د لټون او ژغورنې پرسونل راغلی او د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون وکړ. د زلزلې په سیمه کې  د ۲۵۰ زرو تنو نه ډیرو کسانو د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی وو.

د زلزلې له لومړۍ شیبې څخه تورکیې له خپلو ټولو ادارو سره بیداره شوه او هڅه وکړه چې  په ډیرې چټکۍ سره  اړوندو ویجاړو شویو سیمو ته مرستې ولېږدوي. تورکیې اړوند اداراتو خپل ټول تمرکز د چپه شوو ودانیو لاندې نه د ژوندیو خلکو په راویستو کړی وو. ویلو ده چې پدې زلزله کې  په لسګونو زره ودانیو زیان لیدلی او ۵۰ زره ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللي‌ دي. د ویلو ده چې د تخریباتو او ویجاړي‌ ساحه دومره پراخه ده چې ټولو ته رسیده ګي‌ هم ناممکنه وو. خو ددې سره سره دولت او ملت خپل ټول امکانات سفربر کړل هر تن زلزله ځپلې ته ځانونه ورسول. د ویلو ده چې د یو پلو نه د چپه شوو ودانیو د لرې کولو او پاکولو او د بله پلوه زلزله ځپلو لپاره  د سرپناه د برابرولو په خاطر هڅې روانې دي. زلزله ځپلو ته  د خیمو او کانټینر ښارګوټو د جوړولو هڅې روانې دي. د ویلو ده چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره د زلزلې نه وروسته د کابینې د لومړنۍ غونډې نه وروسته په خپله وینا کې ویل چې د مارچ د میاشتې د لومړۍ نیټې نه به د زلزله ځپلو لپاره د فالټ لاین نه لرې د زلزلې په مقابل کې د مقامت لرونکو کورونو جوړول پيل کړو. ولسمشر اردوغان د زلزله ځپلو سره ژمنه وکړه چې په نږدې یو کال کې به نوي کورونه جوړ کړي  او دوې ته به يی وسپاري.  ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې د تیرو ناورینونو نه وروسته په ډیرې چټکۍ سره د هغوې لپاره سرپناګانې جوړې کړي‌ دي‌ انشاالله داځل به يي هم ډیر ژر جوړو کړو. د ترد ویلو ده چې د زلزلې نه وروسته د  تورکیې ټول خلک یو موټی او زړه شوي‌ او د زلزله ځپلو په ټپونو د مرحم د پټیو د لګولو هڅه کوي.  لسګونه زره رضاکاران په دې برخه کې د مرستې لپاره هڅې کوي، په نورو ټولو ولایتونو کې مرستندویه موسسې تنظیم شوي، نادولتي موسسې په فعاله توګه هڅې کوي.

البته نړیواله ټولنه هم په دې کې مهم رول لري. نړۍواله ټولنه باید د زلزله ځپلو سیمو د زیربناګانو او سربناګانو د جوړولو په برخه کې تورکیې سره مرسته وکړي. تورکیه یو داسې هیواد دی چې د نړۍ په ټولو سیمو کې هر هیواد چې د کومې ستونزې سره مخامخ شوی دی د هغه هیواد مرستې ته يي دنګلي‌ او هغوې ته د مرستې لاس اوږد کړی دی.  اوس تورکیه هم د خپلو دې مرستو میوه راټولوي. نن ورځ ټولې نړۍ د تورکیې مرستې ته دنګلي‌ او د مرستې لاس يي رااوږد کړی دی.

خو تورکیه ددې ۱۱ ولایتونو د بیا رغونې په برخه کې لا  زیاتو مرستو ته اړتیا لري.



اړوند خبرونه