د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي محصولات

پدې خپرونه کې د تورکيې د کوجاایلي ولایت د وریښمو د غالیو په اړه لنډ بحث کوو.

1943027
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي محصولات

 

د کوچاایلي ولایت  چې د تورکیې د مارمارا بحیرې په ساحل د  استانبول په ګاونډ کې موقعیت لري، د تورکیې د غالیو لومړنۍ فابریکې کوربه هم دی. هغه غالۍ چې دلته تولید شوي او د "هرکه  وریښمو غالۍ" په نوم پیژندل کیږي په ۱۹۹۶ میلادي کال  کې د کورفیز ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو کې شامل شوه. د هرکه  ورېښمو غالۍ په اوبدولو کې  د لاسي  تخنیک او  هنر د ابعادو سره د ټولو پام ځانته را اړوي. د هرکه ورېښمو غالۍ د نورو غالیو سره  توپیر د دوه ګوتو تخنیک کارول او د لاسي قینچي سره پرې کول دي. د غالۍ ابعاد او اندازه چې کولی شي د تولید لپاره کلونه وخت ونیسي، له ۶ متر مربع څخه تر ۴۶۸ متر مربع پورې شتون لري. د هرکه  ورېښمو غالۍ، چې په لومړي ځل په ۱۸۴۳ میلادي کال کې د عثماني سلطان، سلطان عبدالمجید لخوا تاسیس شوې فابریکه کې تولید شوي، په ځانګړې توګه د لویو ماڼۍ د سینګار لپاره کارول کیدې. لویې اندازې غالۍ چې په تاریخي محلونو کې نندارې ته وړاندې شوي لکه دولماباغچه ماڼۍ، یلدز ماڼۍ او بیلربیی ماڼۍ په نړۍ کې تر ټولو نړۍ او پیاوړې غالۍ پیژندل کیږي. د هرکه ورېښمو غالۍ چې د عثماني امپراتورۍ د مقاماتو لخوا میلمنو او د بهرنیو شاهي کورنۍ غړو ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوې، په دې توګه د اروپایي هیوادونو په محلونو او ماڼیو کې ځای موندلی دی..

دا غالۍ د تورکیې سربیره په نړۍ کې هم ځانګړی شهرت لري.



اړوند خبرونه