د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "د ولسمشر مرستیال اوکتای: په الجزایر کې د تورکیې پانګونه پنځه میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای چې د مدیترانې د ۱۹ مې دورې د لوبو د پرانستلو په پروګرام کې ګډون په موخه الجزایر ته سفر کړی وو هلته د تورکي کارګرانو سره ولیدل. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې ، په الجزایر کې د تورکیې پانګونه ۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.
حریت ورځپاڼې "د دفاعي صنایعو مشر اسماعیل دیمیر : د تحت البحري کښتۍ په اړه تاریخي ګام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر وویل، "زموږ د ملي تحت البحري کښتیو په برخه کې یو تاریخي ګام اوچت شو. موږ د STM500 تحت البحري کښتیو په تولید پیل کوو، چې د ترکي انجینرانو لخوا د ملي سرچینو په مرسته ډیزاین شوې دي. دا تولیدات د یوې مقاومې کښتۍ ازموینې سره پيلوو.
د سټار ورځپاڼې "له ترکیې څخه مهم اقدام" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوانوردۍ برخې لپاره یوه بله مهمه ټیکنالوژي ملي شوه. ددینه وروسته به د ملي الوتکو سره په هوا کې د مرغانو د جنګیدو ازمایښتونه پخپله په هیواد کې ترسره شي. ددې ټکنالوژۍ سره به ددینه وروسته اړتیا نشته چې د ترکیې محاربوي الوتکې، حورجیټ الوتکې، ګوک بې چورلکې او نورې الوتکې او چورلکې د ازمایښت لپاره بهر ته د تګ اړتیا نشته.
د ینې شفق ورځپاڼې : د تورکیې ملي موټر ټاګ به یو ډیجیټل محصول وړاندې کړي"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د موټرو نوښت ګروپ (TOGG) لوړ پوړي مدیر ګورکان قره کاش وویل چې دوی توګ د ټیکنالوژۍ شرکت په توګه د فعالیت اصلي ساحه یې د موټرو سکټور دی ، قره کاش د هغه ادعاګانو په اړه چې دوی به د موټرو نه دمخه یو بل ټیکنالوژیک محصول تولید کړي وویل "دا ډیر وخته دی چې د دې مسلې په اړه معلومات ورکړو . موږ خپل لومړی محصول موټر بازار ته د وړاندې کولو نه د مخه کیدای شي چې یو بل زیرک محصول بازار ته وړاندې کړو. زه کولی شم یواځې دېته یوه اشاره وکړم.
خبر تورک ورځپاڼې "تورکي اوغور شاهین ته د انسانیت لپاره د غوره خدمت جایزه ورکړل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د وهبي کوچ فاونډیشن د بشریت لپاره د غوره خدمت جایزه لومړي ګټونکي پروفیسور ډاکټر اوزلم تورجي او پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین وو. نوموړي لومړني ساینس پوهانو دي چې دا جایزه ترلاسه کوي.