د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2143733
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان: "موږ تل غواړو له اروپايي اتحادیې سره خپلې اړیکې پرمخ یوسو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د اروپایی اتحادیې د ګاونډیتوب او پراختیا له کمیشنر اولیور ورهیلی سره په ګډ خبري کنفرانس کې په اروپایی اتحادیه کې د تورکیې د غړیتوب د بهیر په هکله وویل: تورکیه به نه یوازې اروپایی اتحادیې ته بلکې هر اتحاد ته قوت ورکړی. موږ تل د اروپايي اتحادیې یوه برخه یو.موږ تل غوښتي دي چې  اروپايي اتحادیې سره خپلې اړیکې پرمخ یوسو."

 

حریت ورځپاڼې " ورهیلی: د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په تجارت کې یو ریکارډ مات شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپايي ټولنې د ګاونډیتوب او پراختیا کمیشنر اولیور ورهیلی  پرون د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره  په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د تورکیې او اروپایی ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ ریکارډ مات شو. ورهیلي وویل: "تیر کال موږ د سوداګرۍ حجم له مخې یو ریکارډ مات کړ. زمونږ ترمنځه د سوداګرۍ حجم له ۲۰۰میلیارد یورو څخه اوښتی دی."

 

وطن  ورځپاڼې " د سویس رسنیو د تورکیې نه  د بې پیلوټه الوتکو  په ډګر کې د نړۍ د مشر په توګه یادونه وکړه د سرلیک لانډې لیکلي دي ، تورکیې د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د هغه سره د مل هئیت د چورلکې د غورځیدو د ځای د تثبیت او چورلکې د موندولو په موخه په دنده ګمارلې اقنجي بې پيلوټه الوتکې د خپل توان او پرمختللې ټکنالوژۍ سره یو ځل بیا د ټولې نړۍ پام ځانته راواړو.

د سویس رسنیو د تورکیې  د بې پیلوټه الوتکو په ډګر کې د نړۍ مشر په توګه  یادونه او ستاینه وکړه.

د سویس د نیو زوریخ ټایمز ورځپاڼې په خبر کې ویل شوي چې د رئیسي د حادثې ځای په اقنجي بې پیلوټه الوتکې لخوا  د تودوخې سینسرونو په مرسته  کشف کړ.

په خبر کې یادونه شوې چې د تورکیې بې پیلوټه الوتکې  کولای شي تر ۱۲ کیلومترو پورې په ارتفاع کې الوتنه وکړي او د هوا په خرابو شرایطو کې هم تر ۲۴ ساعتونو پورې په هوا کې پاتې شي .د یادولو وړ ده په هغه سیمه کې چې د رئیسي چورلکې سقوط کړی وو ډیر زیات لړو او  او تیز باد شتون درلود.

 

د صباح ورځپاڼې " په ګوکتیپه-۲ کې د حفارۍ چارې پیل شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار په تور سمندر کی د د ګازو د اکتشافي فعالیتونو په چوکاټ کې د حفارۍ  د چارو اړه څرګندونې وکړې. هغه د دې په بیانولو سره چې دوی د نویو کشفونو لپاره په کار پیل کړی دی "زموږ د فاتح حفارۍ کښتۍ د ساکریا ګاز په ساحه کې د ګوکټیپه -2 په نوم څاه کې د حفارۍ عملیات پیل کړل."

 

د سټار ورځپاڼې : وزیر ایرسوی: تورکي خواړه د خوند ترڅنګ د ژور تاریخ سره یوه خزانه ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد ایرسوی د تورکیې د ګاسټرونومی سیاحت په اړه وویل: د تورکیې د  خوند او ذایقه ترڅنګ د خپل ژوند تاریخ سره یو خزانه ده. زموږ بډایه خواړه، چې د پیړیو په اوږدو کې د پوهې او تجربې لیږد محصول دی، د تاریخ په اوږدو کې متنوع شوی او د خپل ځانګړي ذوق سره تر نن ورځې پورې ژوندی پاتې دی. 'دا زموږ لومړیتوب دی چې دا ځانګړې خزانه په سمه توګه معرفي کړو.'



اړوند خبرونه